۸صبح، کابل: د طالبانو د کلیو او پراختیا وزارت اعلان کړی چې په دایکندي کې د څه باندې ۱۲.۶ میلیونو افغانیو په ارزښت څو پراختیايي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
باختر خبري اژانس یکشنبه د وږي پر لومړۍ راپور ورکړی چې دا پروژې د دایکندي په پاتو، سنګتخت او بندر ولسوالیو کې پلې شوې دي.
د راپور له مخې، په بشپړو شویو پروژو کې د اته کیلومترو سړک جوړول، د اوبو لګولو د یوه کانال پاکول، د ۱۵۰ مترو استنادي دیوال او یوه پلچک جوړول شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په تېرو پنځو کالو کې د ګڼو پراختیايي پروژو د بشپړېدو خبر ورکړی خو ځينې هېوادوال وايي چې په دغو پروژو هم د خلکو بنسټيزې ستونزې نه دي هوارې شوې.
ورته مهال سرچینې وايي چې د کابل – کندهار لویې لارې یوه برخه چې څو میاشتې مخکې بیارغول شوې وه، بېرته ویجاړه شوې ده.





