۸صبح، کابل: طالبانو د چین او افغانستان ترمنځ د اوسپنې پټلۍ د پرانیستلو خبر ورکړی او ټینګار یې پر دې دی چې د سوداګریزو توکو لومړنۍ جوپه به له ۲۰ ورځو وروسته د حیرتان بندر ته ورسېږي.
په چین کې د طالبانو سفیر بلال کریمي پنجشنببه د لړم پر ۱۰مه په نانتونګ کې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یوشیاویونګ په حضور کې د اورګاډي دا پټلۍ پرانیستي ده.
کريمي زياته کړې چې له سوداګریزو توکو ډک په ۵۰ کانټينرونو سمبال لومړني اوګارډي له نانتونګ څخه حرکت کړی او ټاکل شوې په ۲۰ ورځو کې افغانستان ته ورسېږي.
د طالبانو سفیر د دغې اوسپنې پټلۍ د پرانیستې په مراسمو کې ویلي چې د بدخشان واخان هم کېدای شي چې د دواړو هېوادونو د سوداګریزو موخو لپاره یوه مهمه لار وي.
طالبانو همداراز ویلي چې د دغې اوسپنې پټلۍ په پیلېدو سره به د دواړو هېوادونو سوداګر په اسانۍ واردات او صادرات وکړي.
چین پر افغانستان د طالبانو واک ته له رسېدو وروسته، له دغې ډلې سره د کانونو په برخه کې سلګونه تړونونه لاسلیک کړي دي.




