طالبان د نږدې زرو جوماتونو د فعالولو خبر ورکوي

۸صبح، کابل: د طالبانو د‌امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د زرو جوماتونو د فعالولو خبر ورکړی دی.

د‌ طالبانو امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د پنجشنې په ورځ د لېندۍ په ۳مه، ويلي دي، چې دغه جوماتونه په بيلابيلو ولايتونو کې د دې ادارې د محتسبانو له لوري فعال او جوړ شوي دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو راهيسې ۴۰۰جوماتونه په کابل، ۱۱۴جوماتونه‌ په بدخشان، ۱۴۷ جوماتونه په ميدان وردګو، ۱۳۲جوماتونه په لوګر، ۱۷۱ جوماتونه په پروان او ۱۸جوماتونه په ارزګان کې جوړ شوي دي.

د دغو جوماتونو ملا امامان د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د محتسبانو له لوري ګمارل شوي، خو تنخواوې يې د خلکو له لوري ورکول کيږي.

ورته لیکنې

Back to top button