په تېرو څه باندې پنځو کالو کې امریکا څو وارې اعلان کړی چې د طالبانو رژیم، له اوسنۍ بڼې او ماهیت سره په رسمیت نه پېژني او له دې ډلې سره د اړیکو ټینګول، ان په محدوده کچه هم د امریکا په اجنډا کې ځای نه لري. برعکس، دا طالبان دي چې له امریکا سره د دوستۍ په ارمان سوځي او له هر فرصته په ګټې اخیستنې هڅه کوي چې افغانستان کې د یاد هېواد د بیا حضور زمینه برابره کړي؛ داسې هېواد چې د ایستلو لپاره یې شل کاله بشپړه جګړه کړې ده. د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي تازه له بریتانیايي «فایننشال ټایمز» او جاپاني «کیودو» رسنیو سره په مرکو کې له امریکا څخه افغانستان ته د بېرته ستنېدو غوښتنه کړې؛ داسې چې د طالبانو رژیم په رسمیت وپېژني، په کابل کې د امریکا سفارت بیا پرانیستل شي او واشنګټن په بېلابېلو په ځانګړې توګه د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي. له دې مخکې هم جګپوړو طالب چارواکو په وار وار له امریکا سره د اړیکو ټینګولو غوښتنه کړې، خو لږ تر لږه تر دې دمه یې منفي ځواب ترلاسه کړی دی. ظاهراً طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته د امریکا ځواک ښه درک کړی؛ داسې چې د دې ډلې د رژیم د رسمیت پېژندلو مخه یې نیولې ده. طالب چارواکو څو وارې اعتراف کړی چې د رژیم د رسمیت پېژندلو کلي یې د امریکا په لاس کې ده او د نورو هېوادونو لهخوا به یې د رژیم رسمیت پېژندل چندان اغېزمن نه وي.
پورتینو ټکو ته په پام، پوښتنه دا ده: ایا له امریکا څخه د طالب چارواکو پرلپسې غوښتنې به لا هم بېځوابه پاتې شي؟ د دې پوښتنې د ځواب لپاره غوره ده چې له امریکا سره د ایران د اسلامي جمهوریت دوښمنۍ ته وکتل شي. په ایران کې د سیاسي علومو مشهور استاد محمود سریعالقلم د اسلامي جمهوریت د بهرني سیاست په اړه د مقالو یوه لړۍ لیکلې ده. نوموړي په دغو مقالو کې د اسلامي جمهوریت د بهرنۍ تګلارې بېلابېل اړخونه او برخې ښې شنلې دي. نوموړي په دې اړه چې ایا د ایران په بهرنۍ تګلاره کې بیاکتنه او بدلون ممکن دی که نه، هم بحث کړی دی. همدارنګه یې دا موضوع هم څېړلې چې ایا اسلامي جمهوریت له نورو هېوادونو سره د ایتلاف شونتیا لري که نه. مهمه دا چې نوموړي له لویدیځ، په ځانګړې توګه له امریکا سره د اسلامي جمهوریت د بهرنۍ تګلارې د تناقضاتو په اړه هم د پام وړ ټکي مطرح کړي دي. کله مې چې دا تناقضات لوستل امریکا ته د طالبانو زارۍ رایادې شوې.
د سریعالقلم له انده، لومړنی تناقض د «نړیوالې سوداګرۍ په سازمان» کې د ایران غړیتوب ته ورګرځي. د نوموړي په باور، ایران په کلکه غواړي چې د دغه سازمان غړی شي، خو هممهاله د امریکا له لوري د نړیوال اقتصاد له قواعدو سره مخالفت کوي. که څه هم دا سازمان د امریکا او نورو شتمنو صنعتي هېوادونو لهخوا رامنځته شوی دی. د هغه په باور، دا دواړه دریځونه نه شي یوځای کېدای او باید د دغه سازمان د غړیتوب او له امریکا سره د دوښمنۍ ترمنځ یو غوره شي. د نوموړي په اند، دا شونې نه ده چې یو څوک هم د دغه سازمان له غړیتوبه ګټه واخلي او هم د امریکا پر ضد پاڅون وکړي. په بله وینا، هممهاله له واکمن دولت او د هغه له مخالفانو سره ملګرتیا نه شي ټينګېدای. دا ناشونې ده او که څوک هڅه هم وکړي، د طالبانو پر برخلیک اخته کېږي: له ټيټيپي (پاکستاني طالبانو تحریک) څخه د ملاتړ له امله د طالبانو او پاکستان ترینګلتیا.
د سریعالقلم په اند، دویم تناقض له لویدیځ سره د اقتصادي اړیکو د ټینګولو لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت لېوالتیا ده، بې له دې چې د سیاسي اړیکو ښه کېدو ته هم هومره ارزښت ورکړي؛ یعنې تهران د بهرنیو اقتصادي اړیکو او بهرنیو سیاسي اړیکو ترمنځ توپیر کوي او لومړۍ ته پر دویمې ترجیح ورکوي. د سریعالقلم په باور، اسلامي جمهوریت د لویدیځ صنعت او ټيکنالوژي غواړي، خو سیاست، کلتور او فلسفه یې نه. البته روښانه یې هم لیکي: د ایران نږدې ۹۰ سلنه بهرنۍ سوداګري له لویدیځ سره ده، په داسې حال کې چې لویدیځ پر فساد ککړ یا یې موجودیت رد کېږي. دا هم ناشونې ده؛ ځکه د نوموړي په خبره، لویدیځ له ۱۹۹۵ کال وروسته ځان د یوه سیسټم په توګه (سیاست، اقتصاد، صنعت، کلتور، ټیکنالوژي او…) په توګه معرفي کړی؛ داسې سیسټم چې ټولې برخې ومنل یا رد شي؛ یعنې په خپله خوښه د انتخاب حق نه شته. البته هغه هېوادونه کولی شي په دې برخه کې غوراوی وکړي چې ځواکمن وي، نه دا چې طالبان د اړیکو د ټینګولو لپاره زارۍ وکړي.
د سریعالقلم له نظره، درېیم تناقض د اقتصاد له خصوصي کولو سره د انقلابي بهرنۍ تګلارې ناهمغږي ده. نوموړی د اقتصاد خصوصي کول له لوېدیځې نړۍ سره د «سیاسي سازګارۍ» په مانا بولي او په باور یې، دا چاره د انقلابي بهرنۍ تګلارې تر څنګ نه شي پلې کېدای. هغه باوري دی چې اسلامي جمهوریت دې یا انقلابي بهرنۍ تګلاره پرېږدي یا هم د ځینو بنسټونو هغه ظاهري هڅې ودروي چې د اقتصاد د خصوصي کولو لپاره یې کوي. هغه هېواد چې غواړي له امریکا سره ملګرتیا وکړي، نه شي کولی متمرکز دولتي – سوسیالیستي اقتصاد ولري.
که وکتل شي، همدا تناقضات د طالبانو په بهرنۍ تګلاره کې هم لیدل کېږي؛ البته یوازې دومره توپیر لري چې دا ډله د اسلامي جمهوریت خلاف، خپل موجودیت له لویدیځ، په ځانګړې توګه له امریکا سره په دایمي ټکر کې نه تعریفوي او د اسراییل او فلسطین له موضوع سره هم کار نه لري. خو په ډېرو نورو برخو کې دواړه د لویدیځې نړۍ په اړه ورته لیدلوری لري او په بهرنۍ تګلاره کې یې شته تناقضات هم تر ډېره یو شان دي.
د بېلګې په توګه، طالبان په ښکاره د دیني آیتونو او روایتونو په استناد تبلیغ کوي چې ښځه، ځکه چې «ناقص العقله» ده، د سیاست، اقتصاد، ټولنې او کلتور په برخو کې د ګډون وړتیا نه لري؛ خو له بلې خوا بیا هغه هېواد ته د ملګرتیا لاس اوږدوي چې په نړۍ کې د ښځو د حقونو پیاوړی مدافع بلل کېږي (البته په دې برخه کې یې ګڼې نیمګړتیاوې هم نه شي ردېدای). دا ناشونې ده؛ په ځانګړې توګه په داسې شرایطو کې چې طالبان ډېر کمزوري دي او د اقتصاد بنسټ یې د نورو هېوادونو پر مالي مرستو ولاړ دی.
د سیاست په برخه کې هم طالبان د ډیموکراسۍ پر وړاندې سخت دریځ لري، خو له امریکا څخه – چې په نړۍ کې د ډیموکراسۍ د ټينګېدو لپاره ان پوځي لاسوهنې ته هم لاس اچوي – غواړي چې رژیم یې په رسمیت وپېژني. د طالبانو غوښتنه دا ده چې امریکا دې یې د رژیم پر بڼې او ماهیت کار نه لري، خو د امریکا له صنعت، اقتصاد او عصري ټيکنالوژۍ دې په پراخه کچه برخمن وي. دا هم ناشونې ده؛ په ځانګړې توګه کله چې یو خوا د نړۍ ستر زبرځواک وي او بل اړخ ته یې داسې ډله وي چې له څه باندې پنځو کالو تېرېدو وروسته یې هم د مشروعیت ستونزه نه ده حل کړې.
د اقتصاد په برخه کې هم تناقض دوام لري. په دې وروستیو کې طالب چارواکي وايي چې د افغانستان تر ځمکې لاندې سرچینې د امریکا د اکتشاف په تمه دي. متقي هم استدلال کړی چې د طالبانو په اړه د امریکا ارزونه دې د شل کلنې جګړې پر بنسټ نه، بلکې د دې ډلې د «پرانېستي اقتصادي سیاست» پر بنسټ وي. نوموړي ویلي چې امریکا کولی شي له طالبانو سره د کانونو، زیربناوو، کرنې او… برخو کې ګډ کار وکړي؛ خو هېره یې ده چې د طالبانو رژیم د اقتصادي بازار بنسټیزو اصولو د منلو لپاره چمتو نه دی او امریکا هم له هغو هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې ټینګوي چې خصوصي سکټور یې ژوندی وي نه دا چې دولتي سکټور تر پښو لاندې کړی وي. واقعیت دا دی چې د طالبانو په رژیم کې د خصوصي سکټور فاتحه اخیستل شوې، که څه هم دا ډله ظاهراً له خصوصي سکټوره د ملاتړ خبرې کوي. فرضاً که طالبان په اقتصاد کې خصوصي کول ومني، بیا به یې هم خصوصي سکټور د رژیم تر سیوري لاندې کار ته زړه ښه نه کړي؛ ان که د زیان لامل یې هم شي.
د پورته څرګندونو په پام کې نیولو سره داسې نه ښکاري چې امریکا دې د طالبانو رژیم په رسمیت وپېژني؛ خو که طالبان خپل دریځ بدل کړي او په بشپړه توګه نوی رژیم شي چې دا به بیا جلا بحث دی. خو له طالبانو سره تعامل شونی دی؛ هغه چې له «رسمي اړیکو» سره ډېر واټن لري. امریکا همدا اوس هم له طالبانو سره تعامل کوي، خو داسې چې دواړه لوري ترې چندان ګټه نه وړي. له همدې امله طالبان غواړي له اوسني نیمګړي تعامل څخه «نوي وضعیت» ته ننوځي؛ هغه چې واشنګټن یې نه غواړي او لامل یې د طالبانو په بهرنۍ تګلاره کې روان تناقضات دي.





