• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۷ لړم ۱۴۰۵ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

طالبان له نوي نسل سره په جګړه کې ناکام دي

۸صبح ۸صبح
۲۳ لړم/عقرب ۱۴۰۱ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۲ [t_time:1668451030]

طالبان د یوې ایډیالوژیکي ډلې په توګه خورا وروسته پاتې او ترهګریز جوړښت لري. دا ځانګړتياوې د دې لامل ګرځي چې له خپلو وچو او منجمد باورونو څخه بهر هېڅ ارزښت ونه مني او له ټولو عصري ارزښتونو سره په ټکر کې پاتي شي. تر اوسه له طالبانو څخه د هېڅ څه تمه نشته؛ ځکه چې دا ډله په دې متن کې افراطي ایډیالوژي لري او د دوی ترهګریزې کړنې د دوی له سیاسي کړنو څخه ډیرې څرګندې دي. خو کله چې د یوه هېواد لپاره د داسې یوې ډلې د سیاست او حکومت کولو خبره کېږي، اړینه دا ده چې د هغې سیاسي اړخ هم له سیاسي پلوه ارزښتناک کېږي. له همدې امله، کله چې د سياست خبره رامنځته کېږي، هلته د غوښتنو، تمې او خبرو مساله هم راپورته کېږي.

نو له طالبانو سره د مخامخ کېدو لپاره لومړی باید دا ډله د یوې ترهګریزې ایډیالوژۍ په توګه وپیژندل شي او بیا هغه سیاست ته مخه کړي چې د دې ایډیالوژۍ له زړه یې سرچینه اخیستې ده. د دې پوهې له مخې، یو څوک کولای شي له دې ډلې سره د مخامخ کېدو ډول تعریف کړي؛ ځکه په اوس وخت کې د هېواد په سیاسي ډګر کې له طالبانو سره د مخامخېدو بله هېڅ لار نشته. د افغانستان د نن ورځې تریخ او دردونکی حقیقت دا دی چې طالبان په عملي توګه د کورني او بهرني سیاست په ډګر کې شتون لري او ټول هغه سیاسي واکونه او سیاسي مشران، چې ډیموکراسي‌پلوي دي له میدان څخه ایستلي او د هېواد حاکمیت یې په لاس کې اخیستی دی.

هغوي له ټولو سیاسي او ټولنیزو قوتونو سره له خبرواترو سره مخ دي، نو کله چې د نیوکې او غوښتنو اورېدلو ته خبره رارسېږې، په قصدي او غیر ارادي ډول د دوی له ادرسه غږ پورته کېږي او تمه کېږي چې همدوي به دا غږ واوري.

طالبان چې له دوو لسیزو وروسته یې بیا واک ترلاسه کړ او په همدې ورځ یې د واکمنۍ لومړۍ دوره په بشپړه توګه له هېواده شړل شوې وه، د خپل تېر په اړه هم رښتینی او ان سیاسي نظر هم نه لري. د دوی لیدل د بریا او د قومي او مذهبي غرور (افغانیت او اسلامیت) د تصور ګډوډ وهمونه دي، که نه نو دوی به د واک ترلاسه کولو لپاره د خبرواترو په اړه له نوي لید سره فکر کړی وای، ځکه چې د دوی تېرې ناوړه پرېکړې چې د نړیوالو او سیمه‌ییزو ترهګریزو ډلو د فعالیتونو د پټولو، د ټولنې له واقعیتونو سره دښمني، د کثرت او تنوع او د هېوادوالو له هیلو سره د مخالفت لامل شوې، چې د دوی د رژیم د سقوط اصلي داخلي عوامل ګڼل کېږي. له بلې خوا، دوی غوښتل چې یو بنسټیز او حاکم کلتور رامنځته کړي چې په هغه کې طبقاتي او قبیلوي ژوند د اجتماعي ژوند لپاره د بېلګې او معیار په توګه وټاکل شي.

دا کلتور د خنډ او ناکامۍ لامل شو. خو له دوو لسیزو وروسته اوس هم په هماغه لاره روان دي چې مخکې تللي وو. اوس دوی د یوې ایډیالوژۍ پربنسټ د هېواد مشري پر غاړه لري چې په ویاړ سره په خپلو لیکو کې د زرګونو ځانمرګو بریدګرو په شتون خبرې کولای شي او د دولتي ټلویزیون له لارې د ځانمرګو بریدونه خپروي. له دې څخه څرګندېږي چې طالبان له عصري ډيپلوماسۍ سره بلد نه دي او له سترو ځواکونو سره د اړيکو په جوړولو سره د هېواد له خلکو او د ټولنې له واقعي واقعيتونو سره بې تفاوته دي او خپل وجود يې له عصري او معاصرې ښکارندې سره په مخالفت کې تعريف کړى دى.

د هیواد په نیولو سره دې ډلې فکر کاوه چې له سیاسي او نظامي ځواک پرته بل هیڅ ټولنیز ځواک د دوی واکمنۍ ته نه شي ویلای او کولای شي هر څوک د زور او تخریب په سیاست سره له کوم دلیل پرته اطاعت ته مجبور کړي؛ خو د سیاسي ډګر تجربې او واقعیت بل څه ثابت کړل. طالبانو نسلي توپیرونه او تشې له پامه غورځولي او د حکومت جامې یې یوازې د سیاسي مشرانو د قد له مخې اندازه کړې وی. له همدې امله دا ډله غواړي چې هر څوک د ټولنیز او سیاسي ژوند په مختلفو برخو کې د دوي به ډول وي. په داسې حال کې چې د خلکو او دوی تر منځ واټن دومره ژور او له ستونزو ډک دی چې په لمنځ وړلو سره یې ممکن د طوفان څخه مخکې د ارامتیا احساس هم ونشي او یا په بل عبارت چې فضا به د اور په حالت کې وساتل شي، مګر په هر حالت کې د دې امکان شتون لري چې د اور دا شغله به د طالبانو په ګډون ټول وسوځوي. که طالبان په واک او سیاست کې د پاتې کېدو په فکر کې وي، نو د ننني افغانستان د واقعیتونو له منلو، د خلکو رایو ته په رجوع او د انتخاب حق په رسمیت پېژندلو او د خلکو د خوښې پر بنسټ د اساسي قانون له رامنځته کولو پرته بله لار نه لري چې په واک کې د دوی پاتی کېدل او ثبات تضمین کړي. د هېواد نننی حالت له نوي نسل څخه نوي درک ته اړتیا لري. د طالبانو د نوي نسل نه درک او د نفوذ په ډګرونو کې د هغوی نشتوالی د ټولنې غوسه او د احساساتو او فکرونو تحرک زیاتوي، چې هره ورځ د دوی د راپرځولو لپاره زمینه برابروي، خو د دوی له خوا هغوي ته د حق غوښتنې او د سیاست د اصلي اړخ په سترګه نه کتل کیږي.

که طالبان د بري د باد او ایډیالوژیک برم څخه لږ څه ودریږي، نو پوه به شي چې نن ورځ په نړیوال کلي کې د تکنالوژۍ له پلوه له لوستی نسل سره مخ دي. هغه نسل چې ځان له پخواني نسل سره نه پرتله کوي؛ یو داسې نسل چې دودیز دریځونه او د مرتبو سلسله یې پریښي او د نړۍ له خوځښت سره یوځای روان دي او هغه بوټان یې غورځولي چې طالب یې ور اغوندي. دا نسل د طالب له خوا ټاکل شوې پالیسي د خپلو غوښتنو او ځان پيژندلو سره په تضاد کې تعریفوي. هغه نسل چې له دوی څخه مخکې یو نسل یې لیدلی چې په کور کې د پاتې کیدو صبر او زغم نه لري، بلکه اوس په خپله لاره تګ او ژوند بڼه په خپله ځان ته ټاکي. طالبان کولای شي خپل فشارونه زیات کړي، کورونه او کوڅې یې په زندانونو بدلې کړي او پراخ او پیچلي بندیزونه ولګوي، خو دا باید هیره نه کړي چې د اوسني نسل نه درک کول او د تابعیت حق ته نه درناوي به د طالبانو په ګډون د ټولو نسلونو لپاره په ډېر لوي قیمت پرېوزي؛ ځکه چې د هر هیواد سیاسي راتلونکی د هغه هیواد د واکمنانو لخوا ټاکل کیږي، او د حاکمو خلکو خبرې د بل هر سیاسي لوبغاړي په پرتله په هیواد کې د سیاسي واک او ثبات په بهیر کې ژوره او اوږده اغیزه لري. په حقیقت کې بد مشران ټولنه د له منځه تلو او شخړو په لور بیایي او ښه مشران ټولنه د پرمختګ او غوره والي په لور روانوي. په هغو ټولنو کې چې ښه واکمنان ولري او د خلکو له غوښتنو سره سم چلند وکړي، د دغو مشرانو پرېکړې باور او ثبات راولي، خو د بدو واکمنو پرېکړې بیا برعکس ټولنه په بحران او اوږدو جګړو کې ښکېلولای شي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

یوناني چارواکي: د ډوبې شوې کښتۍ قربانیان ټول افغانان دي
خبرونه

یوناني چارواکي: د ډوبې شوې کښتۍ قربانیان ټول افغانان دي

۲ مرغومی/جدی ۱۴۰۳ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۴ [t_time:1734848407]
ایرانی چارواکی: د تېر یو کال په اوږدو کې له کرمانه ۸۵ زره افغانان ایستل شوي دي
خبرونه

طالبان: د تېرو درېیو کالو په لړ کې ۳.۷ میلیونه افغانان هېواد ته راستانه شوي

۱۶ زمری/اسد ۱۴۰۳ - ۶ اګست ۲۰۲۴ [t_time:1722969172]
په ایران کې یو افغان ځوان د خپلو ملګرو له خوا وژل شوی
خبرونه

په ایران کې یو افغان ځوان د خپلو ملګرو له خوا وژل شوی

۱۱ وری/حمل ۱۴۰۳ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۴ [t_time:1711781958]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • «پیسې راکړه، یا د مرګ په تمه اوسه»؛ د بشر نورزي د وراره د باج اخیستنې په اړه ټکان ورکوونکي روایتونه

    «پیسې راکړه، یا د مرګ په تمه اوسه»؛ د بشر نورزي د وراره د باج اخیستنې په اړه ټکان ورکوونکي روایتونه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د طالبانو ایډیولوژیکه تصفیه؛ د مخکیني حکومت څارنوالان څنګه له دندو ګوښه کېږي؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د پاکستان په لیلام کې د افغان سوداګرو پانګه؛ د طالبانو د سیاستونو بیه څوک پرې کوي؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • طالبان: د افغانستان او ایران ترمنځ د ترانزیټي موټرو تګ راتګ ۲۴ ساعته شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.