طالبانو د مخکیني ملي امنیت یو افسر نیولی او نامالوم ځای ته یې لېږدولی دی

۸صبح، کندهار: په کندهار کې ځایي سرچینې وایي چې طالبانو د مخکیني حکومت د ملي امنیت یو افسر په دې ولایت کې نیولی دی.
طالبانو نجیب الله اڅکزی پنجشنبې د مرغومي په اتمه د کندهار ښار د لسمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې له خپل کوره نیولی او نامالوم ځای ته یې لېږدولی دی.
ددغه پخواني پوځي کورنۍ وایي چې نه پوهېږي طالبانو هغه چېرته بېولی دی.
ځایي سرچینې وايي چې نجیب الله د طالبانو له واکمنېدو وروسته، په کور ناست و او کومه دنده یې نه لرله.
څلور ورځې مخکې هم طالبانو د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کې د مخکیني حکومت یو افسر نیولی او تراوسه یې برخلیک نه دی روښانه شوی.