۸صبح، هرات: په هرات کې باوري سرچینې وايي چې طالبانو په دغه ولایت کې اووه کسان له داعش سره د همکارۍ په تور نیولي دي.
سرچینو شنبه د وږي پر ۲۴مه ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې دا کسان د طالبانو له نظامي برخې نیول شوې دي.
په هرات کې ځايي طالبانو تر اوسه په هکله څه ویلي نه دي.
د طالبانو په منځ کې د داعش پورې تړلو عناصرو نفوذ د دې ډلې یو له مهمو اندیښنو څخه ده.
په تېرو درېیو میاشتو کې په هرات کې تر ۲۰ ډېر طالبان له داعش سره د همکارۍ په تور نیول شوې دي.





