۸صبح، بدخشان: ځايي سرچینې وايي، طالبانو د بدخشان د شهر بزرګ ولسوالۍ د وندیانو کلي شاوخوا ۴۰ اوسېدونکي په یوه واده کې د موسیقۍ غږولو په تور نیولي دي.
سرچینو شنبه د لړم پر ۹مه، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وويل چې دا پېښه شاوخوا پنځه ورځې مخکې شوې ده. د سرچینو په وینا، طالبانو په شهر بزرګ ولسوالۍ کې له ځايي اوسېدونکو سره تر نښتې وروسته ۲۰ کسان نیولي او ۲۰ نور یې د بدخشان مرکز فیضاباد ته لېږدولي دي.
د سرچینو په خبره، د سیمې یو شمېر اوسېدونکي هم د نیول کېدو له وېرې تښتېدلي او طالبان لا هم د هغوی په لټه کې دي.
سرچینې وايي، دا پېښه وروسته له هغې وشوه چې د سیمې اوسېدونکو په واده کې د موسیقۍ غږولو لپاره له طالبانو اجازه اخیستې وه.
د سرچینو په وینا، د طالبانو او ځايي اوسېدونکو ترمنځ د نښتې پر مهال د دې ډلې یو جنګیالی هم وژل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې د موسیقۍ پر غږولو د بندیز په ګډون پراخ محدودیتونه لګولي او تر دې مخکې هم د ورته پېښو راپورونه ورکړل شوي دي.
څه موده وړاندې په هرات کې ځايي سرچینو ویلي وو چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر محتسبان په يوه شخصي کور کې د ښځو مراسمو ته ورغلي وو او غوښتل یې د موسیقۍ د غږ اورېدو په پلمه یو شمېر ښځې او نجونې له ځان سره بوځي.





