۸صبح، غزني: له غزني ولایته سیمهییزې سرچینې وایي طالبانو نجونو ته د دې اجازه نه ده ورکړې، چې له پوهنتون څخه د خپل فراغت په جشن کې ګډون وکړي.
سرچینې زیاتوي، چې پنجشنبه د لیندۍ پر ۱۷ د غزني پوهنتون مسوولینو له دغه پوهنتونه فارغ شویو نږدې ۶۰۰ تنو ته محفل جوړ کړ؛ خو فارغ شویو نجونو ته، چې شمېر يې ۲۸۰۰ ته رسېد په دغه جشن کې د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې.
د ځایي سرچینو د معلوماتو له مخې دغه محصلین د غزني پوهنتون د کرنې، پوهنې او روزنې، اقتصاد، شرعیات او انجنیرۍ پوهنځیو څخه فارغ شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د بامیان په پوهنتون کې هم نجونو محصلینو ته اجازه نه ورکړل شوه ترڅو د خپل فراغت په مراسمو کې ګډون وکړي.