• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۰ لړم ۱۴۰۵ - ۱ نومبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

طالبانو د ننګرهار له شمېر سیمو څخه عام خلک کډه کولو ته اړ او پر ځای یې خپل جنګیالي میشت کړي دي

۸صبح ۸صبح
۱۱ زمری/اسد ۱۴۰۲ - ۲ اګست ۲۰۲۳ [t_time:1690963784]
Nengerhar Canal Dep

Nengerhar Canal Dep

د ۸صبح د معلوماتو له مخې، طالبانو د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ اړوند د فارم هډې سیمې «فارم هډې او حفاظه» کليو څخه شاوخوا دوه سوه کورنۍ د دې له لپاره د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ کړي، چې ګواکې دا د کانال اړوند سیمه ده. که څه هم دغه سیمه د کانال ریاست اړوند ده؛ خو طالبانو ترې عام خلک ایستي او اوس یې په کې د خپلو جنګیالیو یو شمېر کورونۍ ځای پر ځای کړې دي. دې سیمې ته د ۸صبح خبریال تللی او د یو شمېر کورنیو له غړو سره تر خبرو وروسته یې څرګنده کړې، چې په دې سیمه کې ډیری هغه کورنۍ مېشتې وې چې پخواني حکومت کې یې دندې لرلې.

خلکو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، طالبانو د دې لپاره له سیمې څخه ورته د وتلو امر کړی، چې ګواکې دوی په یادو سیمو کې باغونه جوړوي؛ خو په وینا يې د طالب جنګیالیو کورنیو ته څوک هېڅ هم نه وايي.

دوی وايي، طالبانو ته یې ډېر عذرونه وړاندې کړي؛ خو څوک یې غږ نه اوري. سلیم چې پخوا په حفاظه کلي کې اوسېده وايي، اړ شوی چې خپل کور یوې لرې پرتې سیمې ته انتقال کړي.

دی وايي، په بد اقتصادي وضعیت کې یې په یاده سیمه کې کور جوړ کړ؛ خو د طالبانو له راتګ وروسته ورته وویل شول، چې نور په دې سیمه کې نه شي اوسېدلای.

هغه ګیله من دی، چې یوازې عام خلک له یادې سیمې څخه ووېستل شول او لاهم د طالب جنګیالیو او هغو خلکو کورونه مېشت دي چې اړوندو چارواکو ته په زیاته کچه پیسې ورکوي.

نوموړی وايي:« طالبانو شاوخوا دوه میاشتې موږ ته وویل چې په دې سیمه کې باغونه جوړوو او تاسې ورنه خپل کورونه بار کړئ، موږ څو ځله د دوی مشرانو ته ورغلو؛ خو کومه پایله یې ورنکړه، اخر مجبور شوو، چې له سیمې ووځو، موږ سره خوا په خوا د طالبانو کورونه هم وو، موږ فکر کاوه، چې ټول به وباسي؛ خو وروسته څرګنده شوه چې یوازې موږ راوتلي یوو، او اوس هم هلته طالبان اوسي، هیڅوک ورته څه نه وايي.»

په ورته وخت کې صابر چې د جمهوریت پر مهال یې په ملي اردو کې دنده کوله وايي، له اوږدې مودې راهیسې په یاده سیمه کې ژوند کوي؛ خو کله چې طالبانو واک ونیوه، نو وخت په وخت به یې په یوه او بله پلمه ورغوښت او ګواښه به یې، چې په دې موده کې یې څو ورځې بند هم تېر کړی.

هغه که څه هم باور نه لري؛ خو وايي، له دې سیمې څخه د دوی د وتلو یو لامل ښايي دا وي، چې په تېر حکومت کې یې دنده ترسره کړې وه.

د صابر په وینا، طالبانو ته یې څو ځله ویلي چې د دې ځای په بدل کې ورته کوم بل ځای ورکړي، خو هغوی یوازې ورته ویلي چې دا د دوی مسوولیت نه دی او په بیه دې ځانته کور واخلي.

هغه له ۸صبح سره په خبرو کې وویل:« هلته مو د غریبۍ ژوند لرلو، خو اوس ترې راغلي یوو، زه اوس په کامې ولسوالۍ کې اوسم، دلته هم پردی کور دی، ډېر سخت ژوند لرم، موږ که څه هم طالبانو ته وویل، چې په سیمه کې مو د یو وخت لپاره پرېږدي، خو د هغوی دلیل دا وه، چې دولتي ځمکه مو نیولې ده.
که ځمکه دولتي وي، نو بیا باید د ټولو لپاره وي؛ خو له بده بخته، پر هماغه ځای کې اوس طالبان اوسي، هیڅوک ورته څه نه وايي، زه فکر کوم موږ یې په دې خاطر را شړلي یوو چې پخواني حکومت کې مو دنده لرله.»

له دې سره جوخت د طالبانو لپاره د ننګرهار د کانال ریاست چارواکي وايي، پر دې ځمکه مېشت خلک په غیر قانوني توګه اوسېدل؛ نو ځکه یې شړلي دي.

د ننګرهار د کانال رئیس عبدالرحمن کظیم ویلي، څو ځله یې دې خلکو ته ویلي، چې د ځان لپاره مناسب ځایونه ولټوي.

د هغه په خبره، دا خلک د کانال پر ځمکه پراته وو، چې له ډېر غور وروسته دې پرېکړې ته ورسېدل، څو له دې سیمې څخه یې وشړي.
نوموړي زیاته کړه: « دلته سلګونه جریبه ځمکه وه چې خلکو په غیر قانوني توګه نیولې وه، موږ بیرته راوګرځوله او ټول خلک مو وشړل، پلان لرو، چې په دې ځمکه کې بېلابېل باغونه وکرو.»

نوموړي د ۸صبح د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې یې پر یاده ځمکه د طالب جنګیالیو کورونه پریښي؟ چوپتیا غوره کړه.

د ویلو ده، چې طالبانو د کانال اړوند یوازې د فارم هډې له سیمې ۲۷۵ کورنۍ په جبري ډول کډوالۍ ته اړ کړي، چې اوس یې یو شمېر د بهراباد وروستۍ برخې، ځینې کامې او ځینې نورې یې بیا سیاه سنګ ښارګوټي ته تللې دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د هېواد په ختیځ کې زرګونه زلزله‌ځپلې کورنۍ سرپناه نه لري
خبرونه

یونیسف: د کونړ، ننګرهار او لغمان زلزله‌ځپلي د ژمي په را رسېدو بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

۲۲ تله/میزان ۱۴۰۴ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۵ [t_time:1760385153]
یونیسف: د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې څه باندې نیمايي قربانیان ماشومان دي
خبرونه

یونیسف: د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې څه باندې نیمايي قربانیان ماشومان دي

۲۵ وږی/سنبله ۱۴۰۴ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۵ [t_time:1758034722]
د روغتیا نړیوال سازمان: پر ښځینه ډاکټرانو محدودیتونو د زلزله ځپلو د درملنې بهیر له خنډ سره مخ کړی دی
خبرونه

ملګري ملتونه: په کونړ او ننګرهار کې څه باندې ۴۹۸ زره کسان روغتیايي مرستو ته اړتیا لري

۱۹ وږی/سنبله ۱۴۰۴ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۵ [t_time:1757530957]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • «پیسې راکړه، یا د مرګ په تمه اوسه»؛ د بشر نورزي د وراره د باج اخیستنې په اړه ټکان ورکوونکي روایتونه

    «پیسې راکړه، یا د مرګ په تمه اوسه»؛ د بشر نورزي د وراره د باج اخیستنې په اړه ټکان ورکوونکي روایتونه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د طالبانو د محتسبانو څار او لاسوهنه؛ د خلکو شخصي حریم او ورځنی ژوند له ګواښ سره مخ دی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • طالبان: د افغانستان او ایران ترمنځ د ترانزیټي موټرو تګ راتګ ۲۴ ساعته شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د طالبانو ښارګوټی جوړوونکی ویاند؛ مجاهد څنګه د کابل په شنه ساحه کې ښارګوټی جوړوي؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
۹ لړم ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.