۸صبح، کندهار: طالبانو په کندهار کې هغه برید کوونکی چې په سپین بولدک دروازه کې یې پر پاکستاني پوځیانو برید کړی و پاکستان ته سپارل دی.
دغه کس بلال نومېږي چې د شنبې په شپه د لړم په ۲۸مه د طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ له څو ورځو خبرو وروسته، دغه هېواد ته سپارل شوی دی.
ښايي چې له دې پېښې وروسته، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سپین بولدک لاره پرانیستل شي.
د سرچینو په وینا، برید کوونکی په کندهار کې د طالبانو د امنیتي چارواکو، ددې ډلې د بهرنیو چارو وزارت د استازي او پاکستاني پلاوي په حضور کې وسپارل شو.
د طالبانو او پاکستانیانو ترمنځ مذاکرات چې په کندهار کې د پخواني امنیه قوماندان جنرال رازق په کور کې ترسره شول تېر ه مازدیګر پای ته ورسېدل.
له دې مخکې، په کندهار کې د طالبانو یوه مهم چارواکي ویلي و چې دا ډله له پاکستاني لوري سره د چمن پولې په اړه هوکړې ته رسېدلې ده.
تېره اونۍ یوه بریدکوونکي چې ویل کېږي د طالبانو ډلې غړی و، په سپین بولدک دروازه کې پر پاکستاني پوځیانو برید وکړ.
په دې برید کې یو پاکستاني پوځي ووژل شو او دوه نور ټپیان شول.
پاکستان بیا اعلان کړی و چې د سپین بولدک دروازه به د شکمن کس تر سپارلو تړلې وي.