۸صبح، کابل: کابل ښار کې سرچینې وایي چې طالبانو د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ مخکینی ویاند نیولی دی.
سرچینې نن پنجشنبه د چنګاښ پر نهمه ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې طالبانو د ننګرهار امنیه قوماندانۍ مخکینی ویاند ولي احمد صریح په کابل ښار کې نیولی دی.
سرچینې وایي، چې تر اوسه د طالبانو له خوا د ښاغلي صریح د نیولو لامل روښانه نه دی.
د سرچینو په وینا، دا لسم اندرابي ځوان دی، چې په تېره یوه میاشت کې په کابل، بغلان، کندوز او بلخ کې د طالبانو له خوا نیول شوي دي.
طالبانو له واکمنېدو وروسته د اعلان شوې عمومي بښنې پر خلاف، سلګونه مخکیني امنیتي ځواکونه نیولي او شکنجه کړي دي.