یو شمېرافغان سوداګر د ایران د ریمدان بندر له لارې د خپلو مېوو او سبزیجاتو د لېږد له ځنډېدو شکایت کوي. دوی وايي، د سوداګریزو توکو لېږدوونکي موټرونه یې کله ناکله په دې لاره کې له ۲۵ ورځو نیولې تر یوې میاشتې پورې درېدلي پاتې کېږي. د دوی په وینا، د دغه ځنډ له امله د محصولاتو یوه برخه خپل منزل ته له رسېدو مخکې خوسا کېږي او سوداګرو او بڼوالو ته درانه مالي زیانونه اوړي. دوی زیاتوي چې د ایران سرحدي مسوولان د افغان سوداګرو تر موټرو د خپل هېواد د ګازو او تېلو لېږدوونکو موټرو ته په تېرېدو کې لومړیتوب ورکوي او دغه وضعیت د ګڼې ګوڼې له زیاتېدو سره یوځای د توکو د خوسا کېدو بهیر چټک کړی دی.
د افغانستان د مېوو او سبزیجاتو یو سوداګر یمین وطنیار وايي چې له پاکستان سره د سوداګریزو لارو له تړل کېدو وروسته، نوموړی او یو شمېر نور سوداګر اړ شوي چې خپل توکي د ایران د ریمدان بندر له لارې پاکستان ته ولېږدوي. د هغه په وینا، په دې لاره کې د محصولاتو د لېږدوونکو موټرو اوږدمهاله درېدلو د لېږد لګښتونه زیات کړي او صادرات یې له ستونزو سره مخ کړي دي. وطنیار زیاتوي چې د ده د توکو لېږدوونکي موټرونه په ځینو مواردو کې له ۱۰ تر ۱۵ شپو په لاره کې درېدلي او دغو ځنډونو ان دومره ستونزې ورته جوړې کړې چې ان د باروړونکو موټرو د کرایې په پوره کولو کې پاتې راغلي دي.
ښاغلی وطنیار وايي: «موږ د ایران په لاره کې له ډېرو ستونزو سره مخ یو. د ریمدان له لارې پاکستان ته انګور صادروو، خو زموږ موټرونه له ۱۰ تر ۱۵ شپو په لاره کې پاتې کېږي. کله چې پاکستان ته ورسېږي، ځینې وخت ان د موټر کرایه هم نه پوره کېږي. ایران خپلو د ګاز او تېلو لېږدوونکو موټرو ته لومړیتوب ورکوي او د موټرو ګڼه ګوڼه هم ډېره ده. د پاکستان لاره څو ورځې وتړل شوه، له هغې وروسته په ایران او بیا د افغانستان په پوله کې هم له ستونزو سره مخ شوو. د ریمدان په بندر کې یې یخچالي موټرونه هم ودرول او د ترانزیټ اجازه یې ورنه کړه. که زموږ خپلې سوداګریزې پولې پرانیستې وي، اړتیا نشته چې د ایران له لارې کار واخلو.»
د هېواد یو بل سوداګر رامین حیدري وايي چې د ریمدان بندر له لارې د توکو په لېږد کې ځنډونو نه یوازې سوداګرو، بلکې بڼوالو ته هم درانه زیانونه اړولي دي. د هغه په وینا، ځینې محصولات لکه انګور، انار او مڼې په باروړونکو موټرو کې د اوږدې مودې پاتې کېدو له امله بازار ته تر رسېدو مخکې خوسا شوي دي.
دغه سوداګر وايي: «هر موټر چې بار واخلي او د ریمدان له بندره د وتلو لپاره روان شي، له ۲۰ تر ۲۵ ورځو او ان یوه میاشت پورې په پوله کې پاتې کېږي. په دې موده کې د موټرو دننه محصولات خرابېږي. زموږ بڼوالو انګور او انار بار کړي وو، خو کله چې یې محموله خپل منزل ته ورسېده، محصولات خوسا شوي وو. مڼې یې هم بار کړې وې چې هغه هم خرابې شوې. دې وضعیت موږ سوداګرو او بڼوالو ته ډېر زیان اړولی دی.»
د هېواد یو بل سوداګر ګدا محمد کوهدامني وايي چې د تفتان بندر تړل کېدو او د ریمدان له لارې د توکو د لېږد ستونزو د افغان سوداګرو د صادراتو لارې محدودې کړې دي. هغه زیاتوي چې د هوايي دهلېز له لارې د لویو محمولو د لېږد محدودیتونو ته په پام سره، سوداګر نه شي کولای په اسانۍ د خپلو محصولاتو د صادراتو لپاره له دې لارې کار واخلي. د کوهدامني په وینا، په هېواد کې د معیاري او کافي سړو خونو نشتوالی هم د سرحدي ځنډونو پر مهال د کرنیزو محصولاتو د خوسا کېدو خطر زیاتوي.
دغه سوداګر وايي: «موږ سوداګر له ډېرو ستونزو سره مخ یو. د ریمدان له لارې مڼې او نور محصولات صادروو، خو د تفتان بندر تړلی دی او زموږ له ۱۰ تر ۲۰ ډېر باروړونکي موټرونه درېدلي دي. له بلې خوا، د طالبانو د په رسمیت نه پېژندلو له امله سوداګرو ته د هوايي دهلېز له لارې د صادراتو امکان هم نه دی برابر او ان له دې لارې دوه تر څلورو ټنو پورې بار هم نه شو لېږدولای. زموږ غوښتنه دا ده چې په افغانستان کې معیاري سړې خونې جوړې شي، څو د بڼوالو او سوداګرو محصولات خراب نه شي. د هېواد د اقتصاد د ملا تېر سوداګر او بڼوال دي او زموږ خلک پر کرنې او بڼوالۍ متکي دي.»
په همدې حال کې، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونه د کرنیزو محصولاتو د صادراتو اوسنۍ ستونزې د وروستیو نښتو او ترینګلتیاوو پایله بولي او وايي چې سوداګر د خپلو محصولاتو د لېږد لپاره له بدیلو لارو کار اخلي. دغه خونه زیاتوي چې افغانستان د سړو خونو د ظرفیت له پلوه تر ډېره پر ځان بسیا دی، خو په ځینو ولایتونو کې له دې امکاناتو سره مخ دی.
د کرنې او مالدارۍ خونې د نړیوالو اړیکو رییس او د مدیره پلاوي غړی امید حیدري وايي چې په هېواد کې د شته سړو خونو ظرفیت د کرنیزو محصولاتو د ساتلو لپاره کافي دی او اصلي کمښت یې په ځینو ولایتونو کې دی.
حیدري زیاتوي: «موږ د سړو خونو په برخه کې نږدې پر ځان بسیا یو او یوازې په ځینو ولایتونو کې له کمښت سره مخ یو. وروستیو نښتو زموږ پر صادراتو اغېز کړی او له همدې امله اوس نه شو کولای د پخوا په څېر د ایران له بندرونو کار واخلو. خو سوداګر د بدیلو لارو، لکه د دوبۍ او تاشکند د هوايي دهلېزونو له لارې صادرات کوي. د سړو خونو ظرفیت د اتو تر ۱۰ میاشتو پورې د محصولاتو د ساتلو لپاره دی. د نښتو په پای ته رسېدو سره به د صادراتو په برخه کې اوسنۍ ستونزې هم حل شي.»
د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې له نښتو وروسته، اسلاماباد له افغانستان سره خپلې لارې د توکو د ترانزیټ او د مسافرو د تګ راتګ پر مخ وتړلې. اوسمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ لارې د ترانزیټ او سوداګرۍ پر مخ تړلې دي او په ځینو لارو کې یوازې کډوالو کورنیو ته افغانستان ته دراتګ اجازه ورکول کېږي.
د دغو محدودیتونو له لګېدو وروسته، افغان سوداګرو د خپلو سوداګریزو توکو د لېږد لپاره تر ډېره د ایران لارو، په ځانګړي ډول د چابهار او عباس بندرونو ته مخه کړې ده. دغو لارو که څه هم د افغانستان د سوداګرۍ لپاره بدیلې لارې برابرې کړې دي، خو له ځینو ستونزو لکه د لګښتونو له زیاتوالي، د توکو د لېږد له ځنډ او ترانزیټي ستونزو سره هم ملې دي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو له مخې، په تېر کال کې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۶.۷ سلنه زیاته شوې او درې میلیارده او ۶۳۲ میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده. له دې منځه له افغانستانه ایران ته یوازې د ۷۲ میلیونه ډالره په ارزښت صادرات شوي دي.






