۸صبح، کندهار: ځايي سرچینې وايي، طالبانو په کندهار کې روغتیايي کارکوونکو ته امر کړی چې د جراحي عملیاتو پر مهال ناروغان تنګې جامې وانهغوندي او خپله ظاهري بڼه او چلند د دې ډلې له اصولو سره سم تنظيم کړي.
سرچینو سه شنبه د لړم پر ۵مه، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې په کندهار کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست دغه لارښوونې د ډاکټرانو ټولنې له مسوولانو سره په یوه غونډه کې ابلاغ کړې دي.
د سرچینو په وینا، طالبانو همدا راز امر کړی چې د ښځینه ناروغانو درملنه باید د محرم له حضور پرته ونه شي او د ښځینه ناروغانو د جراحي عملیاتو پر مهال دې په عملیات خونه کې د نارینه ډاکټرانو حضور تر ممکنه حده راکم شي.
ویل کېږي چې دغه لارښوونې په کندهار کې ټولو دولتي او خصوصي روغتونونو ته ابلاغ شوې دي.
سرچینې زیاتوي چې طالبانو خبرداری ورکړی، که روغتیايي کارکوونکي په دویم ځل سرغړونه تکرار کړي، عدلي او قضايي ادارو ته به ور وپېژندل شي.
دا محدودیتونه په داسې حال کې لګول کېږي چې په افغانستان کې روغتیايي خدمتونو ته د ښځو لاسرسی له ګڼو ستونزو سره مخ دی او د دغو محدودیتونو پراخېدل ښايي د ښځینه ناروغانو د درملنې بهیر نور هم سخت کړي.





