۸صبح، کابل: د طالبانو د عدلیې وزارت وايي چې پر هېواد د دغې ډلې له واکمنېدو وروسته د یادې ډلې د غایب مشر هبتالله اخوندزاده له خوا اووه عنوانه «قوانین» توشېح او له هغې وروسته په رسمي جریده کې خپاره شوي دي.
دا موضوع د طالبانو د عدلیې وزارت ویاند برکتالله رسولي شنبه د لیندۍ پر ۲۴مه، د خپلې اېکسپاڼې له لارې په یو خپاره کړي بیان کې مطرح کړې ده.
نوموړي زیاته کړې په دې «قوانینو» کې د فرمانونو او احکامو د څارنې او تعقیب ریاست د دندو او صلاحیتونو قانون، د ځمکو غصب د مخنیوي قانون او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو قانون، د شکایتونو اورېدو قانون، د سوالګرو او د سوالګرۍ د مخنیوی قانون، د صرافانو او پولي خدماتو قانون، د امربالمعروف او نهی عنالمنکر قانون او د صنعتي سیمو قانون، شامل دی.
د یادونې ده چې د طالبانو مشر په تېرو درېيو کلونو کې ګڼ شمېر فرمانونه صادر کړي.
دا فرمانونو د هېوادوالو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو د ژوند چارې له سختو ننګونو سره مخ کړې دي.
څه موده مخکې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عنالمنکر توشېح شوي قانون د ښځو غږ «عورت» بللی و.
د طالبانو د دغه قانون پر بنسټ، ښځې نه شي کولای ان په لوړ غږ نعت او تکبیر ووايي.





