طالبانو د بغلان په خوست ولسوالۍ کې د مقاومت جبهې یو قوماندان وواژه

۸صبح، کابل: سیمهییزې سرچینې خبر ورکوي، چې طالبانو د بغلان ولایت په خوست ولسوالۍ کې د مقاومت جبهې د لسو تنو ځواکونو یو قوماندان په ډزو وژلی دی.
یوه باوري ځایي سرچینه ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې طالبانو پنجشنبه شپه د لړم پر نولسمه د خانمحمد په نوم د مقاومت جبهې یو قوماندان وژلی دی.
د سرچینې په وینا وروسته له هغې چې طالبان خبرېږي خانمحمد له سنګر څخه کور ته ستون شوی د شپې له خوا یې کور کلابند او هغه او زوی یې نیسي.
سرچینې زیاتوي، چې طالبانو دغه پلار او زوی مقر ولسوالۍ ته لېږدولی او وروسته یې خانمحمد وژلی او زوی یې خوشی کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې موده مخکې راپور رارسېدلی و چې د دغې ولسوالۍ په چرخفلک او فرغانبل درو کې یو شمېر کورنۍ په جبري توګه کډه شوې دي.