په تېرو درېیو کالو کې د طالبانو له خوا غچ اخیستل او جبري کډه کول په پراخه کچه دوام موندلی دی. تازه په غور کې طالب والي د قومونو او قبایلو چارو وزارت سره په همغږۍ په دولتیار ولسوالۍ کې ۶۰۰ کورنیو ته د جبري کډه کولو امر کړی دی. د طالبانو د دغه امر له مخې، د سیمې ځايي اوسېدونکي دې ژر تر ژره سیمه پرېږدي. د امر له مخې، د سیمې هېڅ اوسېدونکی حق نه لري چې خپلې شتمنۍ، کرنیز محصولات او ان د خپلو کورونو دروازې او کړکۍ یوسي او له سیمې دې خالي لاس ووځي.

د باوري سرچینو د معلوماتو له مخې، په غور کې د طالبانو والي احمدشاه دیندوست د قومونو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري ته بلنه ورکړې چې ولایت ته ورشي او پرېکړه یې کړې چې دا خلک په جبري توګه کډه کولو ته اړ کړي او ځمکې یې ځان ته نږدې کسانو ته ورکړي.
سرچینې وايي چې د دولتیار ولسوالۍ د هریرود سوېل کې شاوخوا ۸۰۰ زره جریبه اوبیزه او للمي ځمکې او څړځایونه شته چې له ډېرو کلونو راهیسې «د تایمني قوم څلور زرو کورنیو او پنځسو نورو کورنیو» ترمنڅ چې سردار قوم نومېږي، شخړه روانه ده.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، د تایمني او سردار قومونو ترمنځ شخړه له ۱۰۰ کالو راهیسې په بېلابېلو سیاسي جوړښتونو کې دوام موندلی ده. د سرچینو د ادعا په حواله، سردار قوم په شاهي حکومت، جمهوریت او د طالبانو په امارت کې د خپل نفوذ څخه په ګټنې د ۴۴ کلیو په ګډون څه باندې ۳۰۰ زره جریبه ځمکه د «شرعي او حقوقي» موازینو خلاف پر نورو قومونو پلورلې ده. دا سرچینې ټينګار کوي: «متنازع فیه [دعوايي] ځمکه پېر او پلور کېدای نه شي.»

سرچینې چې نه غواړي نوم یې یاد شي، وايي: «په غور کې د طالبانو والي احمدشاه دیندوست چې د تایمني له خلکو سره سیمهییز مخالفت لري، د دې لپاره چې دا دعوا د ملا هبتالله او قاضي القضات د امر له مخې په غور کې د طالبانو علماوو شورا ته محول شي او دغې شورا یو ځل خپله پرېکړه اعلان کړې، خو په غور کې طالب والي دا پرېکړه منلې نه ده.» ځايي سرچینې زیاتوي: «د غور علماوو شورا [د طالبانو اړوند] هم خپله پرېکړه بدله کړې نه ده، خو په غور کې د طالبانو والي وساطت کړی، غور ته یې د دغې ډلې د قومونو او قبایلو چارو وزیر راوغوښت، وزیر د غور والي په وساطت سره علماوو شورا اړه کړه چې خپله پرېکړه بدله کړي، بناً د قومونو او قبایلو چارو وزیر د فشار له کبله په غور کې علماوو شورا اړه شوه چې خپله پرېکړه بدله کړي او د دغې فیصلې له مخې د درې کشرو په ګډون شاوخوا ۷۰۰ تر ۸۰۰ کورنۍ چې په څو کلیو کې مېشت دي، په جبري توګه کډې کولو ته اړې شي، داسې چې د دې خلکو نیکونه په دې دره کې له څه باندې ۵۰۰ کالو راهیسې ژوند کوي. د خپلو نیکونو ۵۰۰ کلنه هدیره یې د مالکیت ثبوت دی.»

همچنان باشندهگان ولسوالی دولتیار با ارایه سند مالیهدهیشان از زمان امیر عبدالرحمان خان میگویند: «این اسناد اولین اسناد ملکیت در تاریخ افغانستان است. از زمان عبدالرحمان خان است. علاوه بر آن، این مردم حدود بیشتر از ۲۰۰ دفتر مالیهدهی سند ملکیت از زمان امیر عبدالرحمان خان دارند، اما این اسناد را کسی نمیخواند. والی و وزیر [طالبان] این مردم را از سرزمین پنجصدسالهشان آواره و دربهدر ساختهاند و هیچ ارگانی هم وجود ندارد که صدای این مردم مظلوم را بشنود.»

د سیمې اوسېدونکي ټینګار کوي چې په غور کې طالب والي خپلې دې پرېکړې ته د دغو دوو قومونو ترمنځ د سولې نوم ورکړی دی. هغوی وايي: «احمدشاه دیندوست [طالب والي] غواړي چې د سولې په نوم بې دفاع خلک بې کوره او در په دره کړي.»
سرچینې زیاتوي چې د تایمني له قومه درې کسان په غور کې د طالبانو علماوو شورا ته لېږل شوي وو چې له ډلې یې دوه کسان له پرېکړې خبر شول او وتښتېدل او یوازې یو یې پاتې شوی و. د سرچینو په خبره، دغه طالب چارواکي وروسته له هغه چې دا دوه کسان یې ونه موندل، خپله قطعي پرېکړه یې اعلان کړه او خلکو ته یې د جبري کډه کولو امر وکړ.

د دولت يار اوسېدونکي په دغه ولايت کې د سيمهييزو طالبانو پر چلند نيوکه کوي او وايي چې د دې ډلې والي د محکمې د حکم خلاف عمل کوي او خلک د سولې په نوم له خپلو ۵۰۰ کلنو کورونو په زور کډه کولو ته اړ باسي.
د دولتیار ولسوالۍ ځينې اوسېدونکي چې نه غواړي نومونه یې یاد شي، وايي: «طالبانو پرون خپله پرېکړه اعلان کړه چې خلک دې له خپلو ۵۰۰ کلنو ځمکو کډه شي او حق نه لري چې خپلې دروازې او کړکۍ بل ځای ته یوسي. دا خلک چې په غور کې ژمی هم نږدې دی، چېرته لاړ شي؟ خلک هم ټول بېوزله او ناداره.»
د هغو کلیو اوسېدونکي چې د طالبانو په امر جبري کډه کولو ته اړ شوي، وايي چې سخت غچ سره مخ دي. هغوی ټینګار کوي چې څوک نه شي کولی له رسنیو سره په ښکاره وغږېږي. د هغوی په خبره، طالبانو امر کړی چې له رسنیو سره ونه غږېږي او له شرط پرته یې دا پرېکړه ومني که نه نو بندیان به شي.
د دولتیار دا اوسېدونکي زیاتوي چې په سړو سیمو کې ژمی ژر راځي او د اوسېدو لپاره ځای نه لري. هغوی ټينګار کوي چې په دې سیمه کې د کور جوړونې بهیر د یخنۍ لامله یوه میاشت وروسته نه کېږي او په خبره یې، ډېری اوسېدونکي د مېشتېدو لپاره ځای نه لري. دوی د طالبانو دا پرېکړه «ظالمانه او جبارانه» بللې او وايي چې څنګه خپله کرکېله پرته له دې چې محصولات یې راټول کړي، پرېږدي.

احمد (مستعار نوم) له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: «په دولتیار کې هوا سړه شوې. څوک چې بلې سیمې ته لاړ شي او کور جوړ کړي، لږ تر لږه شپږ میاشتې وخت نیسي. خلک د خوراک لپاره څه نه لري، کډه وکړي چېرته لاړ شي؟ څه وخوري؟ دا څنګه اسلامیت دی؟»
د دولتیار ولسوالۍ دا اوسېدونکی د طالبانو له سترې محکمې او د دغې ډلې له مشر څخه غوښتنه کړې چې خپلو ځايي مسوولانو چې پر سیمهییزې او ذابالبیني غچاخیستنې لاس پورې کوي، د جبري کډه کولو او له خلکو د ځمکو اخیستلو واک ورنه کړي. نوموړی وايي: «هر ځای باید محکمه پرېکړه وکړي، نه د قومونو او قبایلو چارو وزیر یا والي. هر څوک چې دعوا لري، محکمې ته دې لاړ شي. خلک د مالیې ورکولو سل کلن اسناد لري، دوی یې اوس له نیکونو پاتې ځمکو څخه کډه کولو ته اړ باسي. دا ظلم دی.»
ګلمحمد (مستعار نوم) د دولتیار ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی دی. نوموړی وايي چې خلک له ناوړې بېوزلۍ او لوږې سره مخ دي او په خبره یې، په داسې حالت کې جبري کډه کول به یې له ناورین سره مخ کړي. هغه زیاتوي: «د خدای لپاره خلک په داسې وضعیت کې چېرته لاړ شي؟ څوک حق ونه لري چې ان د خپل کور دروازه له ځان سره یوسي. دا ظلم دی چې تاسې د ځمکې څه باندې سل کلن سند ولرئ، ونه شې کړای ژوند وکړې. د طالبانو عمومي عفو دروغ ده، دا ډله له خلکو غچ اخلي او هېڅوک هم نه شته چې د دغه ظلم، وحشت او زور مخه ونیسي.»
دا یوازینۍ پېښه نه ده چې طالبان د سیمې اوسېدونکي جبري کډې کولو ته اړ باسي. دې ډلې شاوخوا یوه میاشت وړاندې د روزګان ګیزاب ولسوالۍ د «کندیر» کلي هزاره مېشتي اوسېدونکي هم د خپلو ځمکو په بدل کې کوچینانو ته د ۳۰ میلیونو افغانیو په ورکړې اړ کړي وو. د راپورونو په حواله، د سیمې اوسېدونکي توانېدلي و چې کوچیانو ته د طالبانو په حضور کې یوازې ۱۹ میلیونه افغانۍ ورکړي او پاتې نورې پیسې به د دوو میاشتو په اوږدو کې ورکوي؛ که نه نو طالبان به یې جبري کډه کولو ته اړ باسي.
سرچینو ویلي و چې د سیمې اوسېدونکو د خپلو پانګو په پلورلو او مرستو راټولولو له لارې ۱۹ میلیونه افغانۍ راټولې کړې؛ خو پاتې پیسې د دغو خلکو له وسه پورته دي او په پاېله کې به اړ شي چې خپله سېمه او مېنه پرېږدي.
دغه راز، د تېرو درېيو کالو په اوږدو کې طالبانو څو وارې په غزني، دايکندي او ميدانوردګو کې له هزارهګانو څخه باج اخيستې او د دغو سيمو له اوسېدونکو څخه يې د خپلو ٣٠ کلنو دعواوو په بدل کې ډېرې پيسې ترلاسه کړې دي.
د پنجشیریانو شورا هم شاوخوا یوه میاشت مخکې راپور ورکړی و چې طالبانو د تېرو درېیو کالو په اوږدو کې په پنجشیر کې د ښځو او ماشومانو په ګډون دوه زره او ۴۷۷ کسان جبري کډه کولو ته اړ کړي او خپلې کورنۍ د هغوی په کورونو کې ځای پر ځای کړې دي.
د دغه راپور په حواله، طالبانو د جبري بې ځایه کولو، د ځمکو غصب او ډلهییزو وژنو سربېره، له ۲۱ زرو جنګیالیو سره د پنجشیر په کلیو کې پوځي پوستې جوړې کړې او د خلکو د ځورولو لامل شوي دي.





