۸صبح، غور: په غور کې ځايي سرچینو ویلي چې په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې په پاېله کې دوه کسان مړه شوي او پنځه نور ټپيان دي.
سرچینو ویلي چې دا پېښه یکشنبه د زمري پر ۲۱مه د فیروزکوه ښار اړوند په کندیوال کلي کې د فلانکوچ ډوله موټر د چپه کېدو لامله شوې ده.
په مړو کې یو ښځه او یو ماشوم دی.
په غور کې ځايي طالب چارواکو هم د دې پېښې پخلی کړی دی.
په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ترافیکي پېښو ګراف پورته شوی دی.
د یادونه ده چې وړمه شپه د میدانوردګ – بامیان پر لاره هم ترافیکي پېښه شوې چې له کبله یې څلور کسان مړه او یو بل ټپي شوی و.
د ډېرو ترافیکي پېښو لامل د موټروانانو بېاحتیاطي، د سړکونو خرابوالی او ترافیکي قوانینو ته نه پاملرنه ښوول کېږي.





