۸صبح، کابل: د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو معینیت په فاریاب کې سلګونو خبریالانو، مطبوعاتي مسوولانو او ځوانانو ته د «فکري، عقیدتي او مسلکي ظرفیت لوړونې» یو ورځنی سیمینار جوړ کړی و.
باختر خبري اژانس دوشنبه د وږي پر ۲۳مه راپور ورکړی چې په دغه سیمینار کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو معین مهاجر فراهي د رسنیو پر مسوولیت او له دولتي ادارو سره د رسنیو د همکارۍ پر ارزښت وینا کړې ده.
د راپور له مخې، فراهي ویلي چې رسنۍ مسوولیت لري خلکو او نړۍ ته د طالبانو د مشر فرمانونه او لاسته راوړنې وروپېژني.
نوموړي د دولتي ادارو له مسوولانو او ویاندویانو هم غوښتي چې له رسنیو سره همکاري وکړي او اطلاعاتو ته یې لاسرسی برابر کړي.
په دغه سیمینار کې د خبریالۍ اصولو ته پر پاملرنې او له خپرولو وړاندې د خبر پر کره والي ټينګار شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته رسنۍ او خبریالان له پراخو محدودیتونو سره مخ شوي دي.
له افغان رسنیو د ملاتړ سازمان (امسو) ویلي و چې تېره میاشت په افغانستان کې د بیان ازادي، اطلاعاتو ته لاسرسی او د خبریالانو امنیت له پراخو محدویتونو سره مخ و.





