طالبانو په کابل، تخار او غزني کې ښوونیزو مرکزونو ته د نجونو د ننوتو مخه ونیوه

۸صبح، کابل: له پوهنتونونو د نجونو د منع کېدو په اړه د طالبانو د مشر ملا هبتالله له فرمان وروسته سرچینې ښوونیزو مرکزونو ته د نجونو د ننوتو د منع کولو خبر ورکوي.
غزني کې ځايي سرچینې چهارشنبه سهار د لیندۍ پر دېرشمه نېټه وایي، چې طالبانو ښوونیزو مرکزونو ته د نجونو د ننوتلو مخه نیولې ده.
د سرچینو په وینا طالب جنګیالي غزني ښار کې د انګلیسي ژبې او د کانکور د چمتوالي څو ښوونیزو مرکزونو په دروازو کې درېدلي او نجونو اجازه نه ورکوي، چې دغو مرکزونو ته ننوځي.
په همدې حال کې له کابل او تخار څخه سرچینې وايي، چې طالبانو په دغو ولایتونو کې هم ښوونیزو مرکزونو ته د نجونو له ننوتو مخنیوی کړی دی.
د ویلو ده، چې طالبانو نن سهار کابل کې ښوونکو او له شپږم ټولګي ښکته نجونو زدهکوونکو ته اجازه ورنهکړه چې ښوونځیو ته ولاړې شي.