۸صبح، سرپل: د سرپل په بلخاب ولسوالۍ کې ځایي سرچینې وايي، چې طالب جنګیالیو په دې ولسوالۍ کې ۹ ملکي کسان وژلي دي.
سرچینې زیاتوي، چې وژل شویو کسانو کې، پنځه د ډبرو سکرو د کان کارګران، دوه د سیمې شپانه او دوه د ګلورز سیمې ملکي وګړي شامل دي.
سرچینې همداراز ۸صبح ورځپاڼې ته وايي، چې د دهنه بلخاب سیمې پر یوه کور د طالبانو د هاوان ګولۍ د لګېدو له امله څلور ماشومان سخت ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې نن په سرپل کې د طالبانو والي عبدالرحمن اکه په یوه تصویري پيغام کې خلکو ته د ښه چلن ډاډ ورکړی دی.
د ځایي سرچینو په وینا، پر بلخاب ولسوالۍ د طالبانو د برید پر درېیمه ورځ، په «بازار کهنه»، «شیر قلعه»، «دامن کوتل» او ځینو نورو سیمو کې د دواړو لوریو ترمنځ سختو نښتو دوام درلود.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په یوه اعلامیه کې وویل، چې شنبه سهار د چنګاښ پر ۴ د طالبانو د دفاع وزارت په خپلو عملیاتو کې بلخاب ولسوالي بېرته نیولې ده.
دغې ډلې ادعا کړې، چې د بلخاب په جګړه کې تلفات نه دي وراوښتي او د مولوي مهدي ځواکونو سیمه له مقاومت پرته پرېښې ده.
خو مولوي مهدي ته نږدې سرچینې وایي، چې په یوه تکتیکي شاتګ کې یې د بلخاب ولسوالۍ په مرکز کې د طالبانو سلګونه ځواکونه کلابند کړل.