د طالبانو د پلان نشتوالی؛ د بامیان او دایکندي اوسېدونکي د لویو لارو بندېدو ته اندېښمن دي

د هېواد په مرکزي سيمو کې د باميانو او دايکنډي ولايتونو اوسېدونکي په روان ژمي کې د واورې د ورښت، د واورې ښوېدلو، او سختو توپانونو له امله د ترانسپورتي لارو د بندېدو په اړه اندېښنه څرګندوي. د دوی په وينا، که د طالبانو ځايي چارواکي د سختو واورو او توپانونو پر مهال د موټرو او مسافرو پر مخ لارې خلاصې نه کړي، نو له ګڼو ستونزو سره به مخ شي. دوی طالبان د پلان په نشتوالي تورنوي او خبرداری ورکوي چې د دغې ډلې د بي پلانی په نتیجه کې به د خوراکي او سون توکو بیې لوړې شي او روغتیايي مرکزونو ته به د ناروغانو رسېدل سوتنزمن وي. سرچینې تاییدوي، چې په دې ولایتونو کې د طالبانو د فواید عامې ریاستونو په ژمي کې د سړکونو د بیا پرانیستلو په اړه له هیڅ شرکت سره تړون نه دی لاسلیک کړی.
د باميانو د ورس ولسوالۍ اوسېدونکی محمد له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي، ورس او پنجاب د دغه ولايت لرې پرتې، محرومې او ستونزمنې ولسوالۍ دي چې اوسيدونکي يې د کال په ټولو موسمونو کې د تګ راتګ د ستونزو او د ترانسپورتي لارو د خرابوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ وي، خو دا ستونزې د ژمي په موسم کې د واورې د ورښت، د یخبندی، واري خویدلو او سختو طوفانونو له امله زیاتېږي. د محمد په وينا، ځينې وخت هغه لارې چې پنجاب او ورس له مرکز باميانو سره نښلوي له يوې څخه تر دوو اونيو پورې تړلې وي.
دغه سړک چې د پنجاب او بامیانو ولسوالۍ له مرکز سره نښلوي د «شاتو» کوتل څخه تېرېږي. پر دې سربېره د دایکندي – کابل او غور – کابل لویې لارې هم د دې کوتل په اوږدو کې موقعیت لري. د «شاتو» کوتل د آزاد سمندر څخه د درې زره مترو په لوړوالي د یکا ولنګ نمبریک او د پنجاب بامیان ولسوالیو په پوله موقعیت لري او په سړه موسم کې دا طوفاني وي او په واورو پوښل کیږي. د ژمي په موسم کې له دې کوتل څخه د مسافرو او موټر چلوونکو تېرېدل ستونزمن وي او وخت پر وخت لدوي څخه قرباني اخلي.
د سيمې د اوسېدونکو په وينا، د مني او ژمي په موسمونو کې د واورې، ورښت او يخنۍ له امله د يادو دوو ولسواليو د کليو زياتره لارې د اوږدې مودې لپاره بندې وي او د کليو خلک د ژوند لومړنيو خدمتونو ته لاسرسى نلري لکه خواړه، روغتیایی مرکزونه او نورو خدماتو ته په جدي توګه لاسرسی نه کېږي.
د باميانو – کابل د لويې لارې يوه موټر چلوونکي حميد ۸صبح ورځپاڼې ته وويل، چې په ژمي کې د سختو واورو او طوفانونو له امله د موټر چلوونکو او مسافرو لپاره پر هغو لويو لارو تګ راتګ ستونزمن کېږي، چې باميان له کابل سره نښلوي. هغه د بېلګې په توګه د “حاجيګک” کوتل يادونه کوي، چې د وردګو له لارې باميان له کابل سره نښلوي او زياتوي، چې هر ځل په دې کوتل کې په واوري اوریدو سره قوي توفان هم رامنځته کېږي. د هغه په وينا، که د واورې اورښت او توفان پر مهال د حاجي ګک يه کوتل کې که کوم مسافر او يا موټر چلوونکي بند پاتي شي د منځتللو خطر سره مخ کېږي.
دغه موټر چلوونکی زیاتوي: «د شیبر کوتل چې د پروان له لارې بامیان له کابل سره نښلوي، د حاجيګک کوتل په پرتله پرې لږه واوره ورېږي، خو لرې دی. له همدې امله، موټر چلوونکي زياتره له حاجيګک لاري تګ راتګ کوي؛ ځکه چې نږدې دی. “په ژمي کې، هر ځل چې واوره وریږي، د حاجيګک کوتل له دوو ورځو څخه تر یوې اونۍ پورې تړل کیږي.»
په ورته وخت کې د دايکنډي ولايت يو شمېر اوسېدونکي د ژمي په رارسېدو او د واورې د ورښت، د واورې ښويېدنې، توپان او يخنۍ له امله د لارو د بندېدو په اړه ورته څرګندونې لري. د دې ولايت د ميرامور ولسوالۍ اوسېدونکي رحمت الله ورځپاڼي ته وويل، چې د ژمي په رارسېدو سره، چې هر ځل واوره ورېږي، د دایکنډي له مرکز او ګاونډيو ولسواليو سره د دې ولسوالۍ مواصلاتي لار له يوې اوونۍ تر لسو ورځو پورې تړلې وي چې دغه ستنوزه د دی سبب کېږي ترڅو په دې ولسوالۍ کې د خوراکي توکو، سون توکو او نورو توکو بيې لوړې شوې.
د هغه په وينا، په تېرو کلونو کې په ميرامور ولسوالۍ کې ډېرې داسې پېښې رامنځته شوې، چې د واورو او توپانونو له امله د لارو د بندېدو له امله ناروغان روغتيايي مرکز ته له رسېدو مخکې مړه شوي دي. هغه زیاتوي: «هغه میرمنې چې حاملي دي، ماشومان او بوډاګان هم په لاره کې مړه شوي دي ځکه چې دوی څو ورځې او شپې په کوتلونو کې بند پاتي کېږي.»
خو د دایکندي یوې باوري سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، په داسې حال کې چې د ژمي د موسم له پیله دوه اونۍ تېرې شوې دي، د طالبانو د دغه ولایت د فواید عامې ریاست د دایکنډي د مواصلاتي لارو د پاکولو په اړه له هیڅ یوه خصوصي شرکت سره د واورو د پاکولو تړون نه دی لاسلیک کړی.
په تېرو کلونو کې د ژمي د موسم له پيلېدو مخکې د باميانو او دايکنډي ولايتونو د فوايد عامې رياستونو مسوولينو د واورو د ويستلو او د ترانسپورتي لارو د پرانيستلو قرارداد له خصوصي شرکتونو سره کاوه او د ژمي پر مهال يې د يادو شرکتونو د کار له بهير څخه ځارنه کوله.
که څه هم ومو غوښتل چې په دې اړه د بامیانو او دایکندي ولایتونو د سیمه ییزو طالب چارواکو نظر هم واخلو، خو له خپلو هڅو سره سره بریالي نه شوو.
باميان او دايکنډي د هېواد په مرکز کې ساړه او غرني ولايتونه دي. د باران په لږ ورښت سره د دغو ولايتونو پر ترانسپورتي لارو تګ راتګ ستونزمن کېږي او د ژمي په موسم کې د دغو لويو لارو په ګډون اکثره لارې چې دایکندي، غور او بامیان له کابل سره نښلوي، په «قوناق»، «بکک»، «شاتو»، «حاجیګک» او «شیبر» کوتلونو کې د واورې د اورښت، واورې ښویدو، طوپان او کنګل له امله تړل کېږي.