۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) وايي چې افغانستان د اړتیا وړ څه باندې ۸۰ سلنه برېښنا له بهره واردوي او هر کال څه د پاسه ۲۸۰ میلیونه ډالر لګښت پرې کوي.
دغه بنسټ پنجشنبه د لړم پر ۱۴مه راپور ورکړی چې افغانستان پر وارداتي برېښنا له تړلتیا سربېره، د څه باندې ۲۲۰ ګیګاواټه لمریزې برېښنا د تولید وړتیا لري.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام زیاته کړې چې له ۲۰۲۱ کاله تر اوسه د دغه سازمان پروژو څه باندې پنځه نیمو میلیونو افغانانو ته پاکه انرژي برابره کړې ده.
ملګرو ملتونو ویلي چې لا هم د افغانستان ډېرې برخې ډاډه او پایداره برېښنا ته لاسرسی نه لري.
نوموړي سازمان ټینګار کړی چې د دې ستونزې هواری، همکارۍ او ګډو هڅو ته اړتیا لري او هېڅ بنسټ په یوازې ځان دا تشه نه شي ډکولی.





