د طالبانو نوی فرمان؛ ښځینه کارکوونکې په خصوصي بنسټونو او موسسو کې له کار کولو منع شوې

۸صبح، کابل: د ښځو پر زدهکړو د ممنوعیت په دوام کې د طالبانو د اقتصاد له وزارت څخه سرچینې وایي، چې په کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځو د کار د منع کېدو فرمان هم صادر شوی دی.
د طالبانو د اقتصاد وزارت د مکتوب له مخې، چې د ۸صبح ورځپاڼې لاس ته رسېدلی دی دغې ډلې نن (شنبه د مرغومي پر ۳) د هېواد ټولو فعالو کورنیو او بهرنیو موسسو ته امر کړی، چې د ښځینه کارکوونکو فعالیت تر بلې خبرتیا ودروي.
په دغه مکتوب کې راغلي: «د اقتصاد وزارت د هغه مسوولیت له مخې، چې لري یې ټولو موسسو ته سپارښتنه کوي، تر بلې خبرتیا پورې د ټولو ښځینه کارکوونکو فعالیت چې په اړوندو برخو کې دنده ترسره کوي ودروي.»
د طالبانو د اقتصاد وزیر قاري دینمحمد حنیف خبرداری ورکړی، چې د مکتوب له یادې موضوع د سرغړونې په صورت کې به د موسسې د کار جواز لغو شي.
د طالبانو د اقتصاد وزارت د دغه اقدام لامل د حجاب نه رعایت او د دې ډلې له قوانینو سرغړونه بللې ده.
طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو سره سم د ښځو پر ژوند ګڼ محدویتونه لګولي دي او په ترټولو تازه مورد کې یې د ښځو پر زدهکړو او همداراز په کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګولی دی.
طالبانو سه شنبه د لیندۍ پر ۲۹ فرمان صادر کړ، چې د ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو او ښوونیزو مرکزونو دروازې دې د نجونو پرمخ وتړل شي؛ هغه پرېکړه چې په افغانستان کې دننه او بهر له پراخو غبرګونونو او اعتراضونو سره مخ شوې ده.