څنګه مرستو، څو اړخیزتوب او ورزش د مشارکت نوې بڼې رامنځته کړې؟
په ۱۹۷۱ کال کې د بنګلهدېش له خپلواکۍ وروسته، د بنګلهدېش او افغانستان اړیکې نوي پړاو ته ننوتې. د منځنیو پېړیو د پېر خلاف چې اړیکې یې د کډوالۍ او سلطنتي سیاستونو پر بنسټ وې یا د استعمار مهال چې ادبیاتو او د امپراتوریو سیالیو د دواړو متقابل درک تعریفاوه، معاصرو اړیکو د ډیپلوماسۍ، بشردوستانه تعاملاتو، پراختیایي همکاریو او په زیاتېدونکي ډول د ورزش له لارې وده کړې ده. که څه هم دا دوه هېوادونه ګډه پوله نه لري، خو د سویلي اسیا د بدلېدونکي جیوپولیټیکي چاپېریال په چوکاټ کې مهم ځای لري. بنګلهدېش د سیمې هغه هېواد دی چې اقتصاد یې په چټکۍ سره وده کړې او د نړیوالې پراختیا په برخه کې د تخصصونو د وړاندې کولو مخکښ دی. افغانستان بیا له څو لسیزو جګړو او سیاسي بدلونونو وروسته، لا هم د سیمهییز امنیت، ارتباطاتو او بشردوستانه اندېښنو په مرکز کې پاتې شوی دی. همدې ته په کتو یې اړیکې د محتاطې ډیپلوماسۍ، عملي همکاریو او د خلکو ترمنځ تعاملاتو پر بنسټ ولاړې شوې دي؛ او دا ښيي چې مانا لرونکی مشارکت ان د پراخې سوداګرۍ یا ستراتیژیکو ایتلافونو له نشتوالي سربېره هم غوړېدلی شي.
ډيپلوماتیکه رسمیت پېژندنه او څو اړخیزې همکارۍ
د خپلواک دولت په توګه د بنګلهدېش له راڅرګندېدو او په سیمه کې د نوي نظم له رامنځته کېدو سره هممهاله، افغانستان هم ورو ورو له ډاکې سره ډیپلوماتیکې اړیکې جوړې کړې. ورپسې لسیزو کې دواړو هېوادونو د پراخو دوه اړخیزو ډیپلوماتیکو اړیکو پر ځای، د څو اړخیزو بنسټونو له لارې د ګډو همکاریو فرصتونه وموندل. د هغوی همکاري په ځانګړې توګه د اسلامي همکاریو سازمان په چوکاټ کې برجسته شوه؛ هلته چې دواړو دولتونو تر ډېره د پراختیا، بشري مرستو، زدهکړو او د مسلمانو ټولنو د حقونو اړوند نوښتونو او پروګرامونو ملاتړ کاوه.
سیمهییزې همکارۍ هم هغه مهال پراخې شوې چې افغانستان په ۲۰۰۷ کال کې د سویلي اسیا د سیمهییزو همکاریو ټولنې (سارک) د اتم غړي په توګه ومنل شو. که څه هم سارک په وروستیو کلونو کې له سیاسي اختلافاتو سره مخ شوی، خو دغه سازمان د بنګلهدېش او افغانستان لپاره د عامې روغتیا، زدهکړو، سوداګریزو اسانتیاوو او سیمهییزو اړیکو په ګډون په بېلابېلو برخو کې د همکاریو او تعامل نوې لارې ګودرې پرانیستې. په سویلي اسیا کې د ګڼو نورو اړیکو خلاف، چې د سرحدي شخړو تر اغېزو لاندې دي، د بنګلهدېش او افغانستان اړیکې تر ډېره له دوه اړخیزو ترینګلتیاوو خوندي پاتې شوې دي. د تاریخي دوښمنۍ نشتوالي، ډيپلوماتیکو تعاملاتو ته اجازه ورکړه چې د کړکېچ د مدیریت پر ځای پر رغنده تعامل تمرکز وکړي.
د مشارکت بېله بڼه
د بنګلهدېش او افغانستان د نوې پېر په اړیکو کې یوه مهمه پرېکړهکوونکې شېبه له ۲۰۰۱ کال وروسته په افغانستان کې د نړیوالې مداخلې پر مهال رامنځته شوه. د ایتلافي ځواکونو د نظامي عملیاتو په پراخېدو، ګڼ هېوادونه وهڅول شول چې د ثبات د ټینګښت لپاره افغانستان ته خپل پوځي ځواکونه واستوي. بنګلهدېش چې د ملګرو ملتونو د سولې ساتنې په ماموریتونو کې له سترو ونډه والو هېوادونو دی، هم یې مسلکي پوځي وړتیا لرله او هم یې نړیوال اعتبار درلود چې په دغه ماموریت کې برخه واخلي. خو ډاکې بېله لار غوره کړه.
سره له دې چې په نړیواله کچه بحثونه روان و او بهرنیو هېوادونو پراخې ونډې اخیستو ته لېوالتیا لرله، بنګلهدېش خپل پوځیان د بهرنیو پوځي عملیاتو تر چتر لاندې افغانستان ته ونه لېږل. پر ځای یې پرلپسې حکومتونو ټینګار کاوه چې د بنګلهدېش نړیوالې پوځي همکارۍ دې تر ډېره د ملګرو ملتونو د سولې ساتنې د ماموریتونو په چوکاټ کې محدودې پاتې شي په داسې حال کې چې له افغانستان سره دې د ملکي او پراختیايي نوښتونو له لارې مرسته وشي. دغه توپیر د څو ستراتیژیکو محاسبو او ملاحظاتو څرګندونه کوله.
لومړی، بنګلهدېش هڅه کوله چې د خپلې بهرنۍ پالیسۍ پخوانی اصل وساتي: «له ټولو سره ملګرتیا او له چا سره دوښمني نه.» دویم، له مستقیمې پوځي مداخلې څخه په ډډې کولو یې دا خطر کمول غوښتل چې د بهرنیانو له خوا د رهبري کېدونکې جګړې د ګډونوال په توګه به وپېژندل شي. درېیم، پراختیایي همکارۍ د بنګلهدېش له هغه مخ پر زیاتېدونکي نړیوال شهرت سره چې د بېوزلۍ د کمولو، عامې روغتیا، زدهکړو، د کړکېچ مدیریت او د ټولنې پر بنسټ د پراختیا په برخو کې یې ترلاسه کړی و، ډېرې همغږې وې. بنګلهدېش د سرتېرو د لېږلو پر ځای، په زیاتېدونکي ډول خپله تجربه او تخصص نورو هېوادونو ته صادره کړه. همدې پرېکړې وروسته په افغانستان کې د پراختیايي چارو د فعالانو ترمنځ د ډاکې باور پیاوړی کړ.
د «BRAC» ماډل
که ډیپلوماسي د دوه اړخیزو اړیکو رسمي بڼه څرګندوي، پراختیايي چارې یې عملي او څرګند انځور ګڼل کېږي. د دغې موضوع غوره بېلګه د براک (BRAC) فعالیتونه دي چې په بنګلهدېش کې رامنځته شوې پراختیايي اداره ده او په افغانستان کې یې د نادولتي بنسټونو پراخ فعالیتونه رامنځته کړې دي. براک په افغانستان کې په ۲۰۰۲ کال کې خپل فعالیتونه پیل کړل او په دې توګه افغانستان له بنګلهدېش څخه بهر د دغه بنسټ د فعالیتونو پر لومړني هېواد بدل شو. دغه بنسټ یوازې پر لنډمهالو بشردوستانه مرستو بسنه ونه کړه بلکې د ټولنو پر اوږدمهاله پراختیا یې پانګونه وکړه.
د دغه بنسټ پروګرامونه تر ډېره پر لومړنیو زدهکړو په ځانګړې توګه په محرومو ټولنو کې نجونو ته، د ټولنې پر بنسټ روغتیايي خدمات او د میندو د روغتیا پاملرنه، د مسلکي زدهکړو او کوچنیو پورونو له لارې د کارموندنې فرصتونو رامنځته کول، د ښځو اقتصادي مشارکت او د سیمهییزو بنسټونو د وړتیاوو لوړولو باندې ورټول و. په افغانستان کې فعالیت کولو له بېسارو ننګونو سره مل و. سیاسي بېثباتي، د امنیتي وضعیت پرلپسې بدلون، کلتوري حساسیتونه او د حکومتولۍ د جوړښتونو بدلونونه هغه لاملونه و چې براک تل خپل کار او تګلارې له شرایطو سره برابرولې. براک د بهرنیو طرحه شویو ماډلونو د تپلو پر ځای، تر ډېره پر سیمهییزو ګومارل شویو کارکوونکو او د ټولنې پر مشارکت تکیه کوله؛ داسې تګلاره چې د بنګلهدېش په کلیوالو سیمو کې یې د بریالیو پروګرامونو ځانګړنه وه.
د نړیوالې پراختیا کارپوهانو ډېری مهال د «بنګلهدېش دا ماډل» د سویل ـ سویل د همکارۍ د یوې بریالۍ بېلګې په توګه یادوه؛ هلته چې مخ پر ودې هېواد خپله عملي پوهه له بل مخ پر ودې هېواد سره شریکوي، بې له دې چې هغه سلسله مراتبي اړیکې رامنځته شي چې تر ډېره د دودیزو مرستندویو او مرستو اخیستونکو هېوادونو ترمنځ لیدل کېږي. که څه هم له ۲۰۲۱ کال وروسته په افغانستان کې سیاسي بدلونونو د ډېرو نړیوالو بنسټونو د فعالیت چاپېریال په څرګند ډول بدل کړ، خو په افغانستان کې د براک اوږدمهاله حضور د بنګلهدېش ځانګړې ونډه لا څرګنده کړه؛ نه د نظامي ځواک له لارې، بلکې د ولسي بنسټونو د جوړولو پر مټ.
د کرېکټ ډيپلوماسي
ښايي د کرېکټ په کچه هېڅ داسې نوې پدیده نه وي توانېدلې چې بنګلهدېشیان او افغانان یو بل ته دومره نږدې کړي. په تېرو دوو لسیزو کې په نړیوال کرېکټ کې د افغانستان د پام وړ راڅرګندېدل، له یوه نوي راټوکېدونکي هېواد څخه تر یوه تثبیت شوي سیال پورې د بنګلهدېش د خپل سفر انعکاس دی. کله هم چې بنګلهدېش او افغانستان د کرېکټ په ډګر کې سره مخامخ شوي، سیالۍ یې ډېرې نږدې او سختې وي. د ډېرو هغو ورزشي سیالیو برعکس چې سیاسي ترینګلتیاوې پرې اغېز کوي، د دواړو هېوادونو لوبې تر ډېره له متقابل درناوي او ستاینې سره ملې دي. کرېکټ د دواړو هېوادونو د ځوانو مینهوالو لپاره پر داسې یوې ګډې ژبې بدل شوی چې له جغرافیایي پولو اوړي.
د افغان لوبډلې مینهوال د Test-Playing Nations فارمټ کرېکټ هېوادونو په ډله کې د نویو راغلو هېوادونو ترمنځ د بنګلهدېش مخکښ رول ستایي، په داسې حال کې چې بنګلهدېشي مینهوال د کډوالو له کمپونو او جګړو ځپلو ټولنو څخه د نړیوال کرېکټ تر لوړو کچو د افغانستان سفر د پام وړ پرمختګ شاهدان دي. د دواړو لوبډلو لوبغاړو د کورنیو لیګونو او نړیوالو سیالیو له لارې ملګرتیاوې جوړې کړې دي. ډېری مهال په خواله شبکو کې د دواړو هېوادونو د مینهوالو ترمنځ تعاملات د مليت له توپیر پرته د غوره لوبو او ځلانده کړنو ستاینه کوي چې دا د داسې ورزشي کلتور ښکارندویي کوي چې پکې سیالي ډېر کمه د دوښمنۍ بڼه غوره کوي.
پر همدغه بنسټ، کرېکټ د عمومی ډیپلوماسۍ پر غیرمنتظرې وسیلې بدل شوی دی. د کرېکټ ننني لوبغالي له ګڼو اړخونو هماغه رول لوبوي چې د منځنیو پېړیو سوداګریزو لارو او د نولسمې پېړۍ ادبیاتو لوبولی و: دوی عامو وګړو ته فرصت برابروي چې د سیاسي سرلیکونو او رسمي دریځونو له پولو هاخوا له یو بل سره مخ شي.
اقتصادي فرصتونه
د دواړو ترمنځ د تاریخي اړیکو سره سره د بنګلهدېش او افغانستان اقتصادي اړیکې تر ډېره محدودې پاتې شوې دي. که څه هم د پام وړ فرصتونه شته. افغانستان د کرنیزو محصولاتو، وچو مېوو، درملیزو بوټو، قیمتي ډبرو او په ځانګړي ډول د لوړ کیفیت پنبې په لرلو ښه وړتیا لري. ورته مهال بنګلهدېش بیا په نړۍ کې د ټوکر او جامو د تولید پر مخکښو مرکزونو اوښتی چې که سیاسي ثبات او سیمهییزې اړیکې پیاوړې شي، دواړه هېوادونه کولی شي د اکمالاتي ځنځیرونو په برخه کې رول ولوبوي. د بنګلهدېش درملیز محصولات، د سپکو انجینري توکو تولید، کرنیزه ټیکنالوژي او پراختیايي تجربې هم د افغانستان د بیارغونې په هڅو کې ګټورې تمامېدای شي.
د دغو امکاناتو عملي کېدل د سیمې له پراخ وضعیت او بدلونونو سره تړاو لري. مخکې له دې چې دوه اړخیزه سوداګري پام وړ پراخه شي، په سویلي او مرکزي اسیا کې د ترانسپورتي دهلېزونو غوره کول، سوداګریزې اسانتیاوې او دوامداره سیاسي ثبات به اړین وي. تاریخ بنسټ برابروي؛ زیربناوې او ډیپلوماسي دې د اړیکو پل جوړ کړي.
جیوپولیټيک لیدلوری
په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، د افغانستان شاوخوا جیوپولیټکي چاپېریال په بدلون کې دی. د بنګلهدېش په ګډون ډېرو هېوادونو واقعګرایانه تګلاره غوره کړې: د محدود ډيپلوماتیک تعامل ساتل، په داسې حال کې چې د حکومتولۍ، بشري حقونو، سیمهییز امنیت او بشردوستانه شرایط په غور څاري.
د بنګلهدېش سیاست د احتیاط او دوام څرګندونه کوي. ډاکې تل حاکمیت ته په درناوي، نه لاسوهنې، بشري همکاریو او د څو اړخیزو چوکاټونو له لارې پر رغنده خبرو ټینګار کړی دی. دغه متوازن دریځ بنګلهدېش ته اجازه ورکوي چې خپلې اړیکې بې له دې چې خپلې ډيپلوماتیکې ژمنې له وخت مخکې بدلې کړي، وساتي.
راتلونکې ته په کتو، څو عوامل به دوه اړخیزو اړیکو ته بڼه ورکړي:
- ښايي بشردوستانه همکاري به لا هم د تعامل تر ټولو پیاوړې برخه پاتې شي.
- د سیمهییز ثبات په ښه کېدو به ښايي ښوونیزې تبادلې پراخې شي.
- سوداګریز فرصتونه په ځانګړې توګه د نساجۍ، درمل جوړونې، کرنې او پراختیايي خدماتو په برخو کې ورو ورو زیاتېدای شي.
- سیمهییز نښلوونکي نوښتونه چې سویلي اسیا له مرکزي اسیا سره نښلوي، ښايي نوې اقتصادي انګېزې رامنځته کړي.
- ورزشي ډيپلوماسي په ځانګړې توګه کرېکټ ښايي د ولسي اړیکو پیاوړتیا ته دوام ورکړي.
له همدې کبله، لرې ده چې د دواړو هېوادونو راتلونکې اړیکې به د پوځي ایتلافونو یا ستراتیژیکو سیالیو پر بنسټ تعریف شي. پر ځای به یې، دا اړیکې تر ډېره د پراختیايي مشارکتونو، بنسټیزو همکاریو او د خلکو ترمنځ له دوامدارو تعاملاتو سره تړلې وي.
پایله
د بنګلهدېش او افغانستان کیسه د نړیوالو اړیکو اړوند ساده انګېرنې ننګوي. دا دوه ټولنې چې له جغرافیایي پلوه له یو بله لرې دي، خو د تاریخ له لارې سره تړلې دي، د عارفانو او عالمانو، کډوالو او واکمنانو، سوداګرو او لیکوالانو، مرستندویانو او ورزشکارانو له لارې سره مخ شوې دي. اړیکې یې هېڅکله یوازې پر معاهدو ولاړې نه دي. دغو اړیکو د انساني خوځښت، کلتوري پرانیستې، بشردوستانه اخلاقو او متقابلې سازګارۍ له لارې دوام موندلی دی.
د منځنیو پېړیو بنګال کې افغان صوفیانو د مذهبي ژوند په رامنځته کولو او پراختیا کې مرسته کړې ده. د لودي سلطنت له سقوط وروسته، بنګال د بېځایه شویو پښتنو نخبهګانو پر پناه ځای واوښت چې په پایله کې د سیمې د سیاسي او کلتوري جوړښت یوه برخه وګرځېدل. د استعمار په پېر کې بیا ادبیاتو نااشنا ګاونډیان په پېژندل شویو انسانانو بدل کړل. د رابیندرانات ټاګور «کابلیوالا» اثر او د سید مجتبا علي «دیشه بدیشه» اثر د کلیشهيي انګېرنو پر ځای د خواخوږۍ او متقابل درک روحیه پیاوړې کړه. په ۱۹۷۱ کال کې بشردوستانه مرستې د یوې ژورې اخلاقي اړیکې انعکاس و چې ريښې یې په ګډو تجربو او بېځایه کېدو کې دي.
بنګلهدېش په ۲۱مه پېړۍ کې پراختیا له پوځي مداخلې غوره وګڼله، په داسې حال کې چې د براک په څېر بنسټونو وښوده چې څنګه د یوه مخ پر ودې هېواد تخصص او تجربه کولی شي د بل هېواد د وضعیت په ښه کولو کې ماناداره مرسته وکړي. نن کرېکټ خوځنده بستر برابروي چې پکې نوي نسلونه له سیاسي محدودیتونو هاخوا، د یو بل د کشفولو هڅه کوي.
له همدې کبله، د بنګلهدېش او افغانستان تاریخ یوازې د ډیپلوماتیکو اړیکو لیکل نه دي. دا د انسانانو ترمنځ د اړیکو د تلپاتې ځواک ثبوت دی چې له غرونو، سیندونو، امپراتوریو او پېړیو څخه تېرې شوې دي. په داسې حال کې چې سویلي اسیا له نویو جیوپولیټیکي واقعیتونو سره مخ ده؛ له سیمهییزو اتحادونو له بدلونه نیولې، تر اقلیمي ننګونو، کډوالۍ او اقتصادي بدلونونو پورې، د بنګلهدېش او افغانستان اوږدمهاله اړیکې بیا داسې ارزښتناک درس وړاندې کوي: تلپاتې نړیوال مشارکتونه یوازې د ستراتیژیکو ګټو له لارې نه، بلکې د ګډو خاطرو، کلتوري درناوي او د عادي وګړو د خاموش زغم له لارې جوړېږي.
یادښتونه
الف: افغانستان په ۲۰۰۷ کال کې د «سارک» د اتم غړي په توګه ومنل شو.
ب: براک (BRAC) په ۲۰۰۲ کال کې په افغانستان کې خپل فعالیتونه پیل کړل.
ج: بنګلهدېش په ۲۰۰۱ کال کې د بهرنۍ مداخلې پر مهال افغانستان ته خپل ځواکونه ونه لېږل.
د: د ۱۹۷۱ کال اړوند برخه دې په احتیاط وارزول شي، ځکه تر اوسه د افغانستان د هغه مهال بشردوستانه رول په نسبي ډول لږ څېړل شوی دی.





