• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۰ تله ۱۴۰۵ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

په هېواد کې د کورونا درېيمه څپه

۸صبح ۸صبح
۸ غبرګولی/جوزا ۱۴۰۰ - ۲۹ مې ۲۰۲۱ [t_time:1622310774]

په دې ورځو کې یو ځل بیا د کورونا ویروس د مثبتو بېلګو د زیاتوالي رپوټونه ورکول کېږي. د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، یوازې په څلرویشتو ساعتونو کې کابو ۸۵۰ تنه په دغه ویروس اخته شوي چې له هغې ډلې ۲۵ تنه مړه شوي دي. په افغانستان کې د کورونا د درېيمې څپې خپرېدل د غويي میاشتې په نیمايي کې تایید شوي و.
په افغانستان کې د کورونا ویروس د لومړنیو بېلګو له لیدل کېدو یو کال او درې میاشتې تېرېږي. په دې موده کې هڅې شوې چې خلک له دغه ویروس سره د مبارزې لپاره روغتیایي سپارښتنو ته پام وکړي خو داسې ښکاري چې هېوادوال دغو سپارښتنو ته دومره پام نه کوي او هغه بابېزه او هسې اوازې ګڼي. همداراز ځینې بیا وايي چې د کورونا ویروس واکسین د انسان روغتیا ته زیان رسوي او آن ځینې ناروغۍ رامنځته کوي. ډېری وګړو د همدې ګونګوسو له امله له واکسین کولو ډډه کړې ده. ځینې بیا دا واکسین ګټور نه بولي چې دغې بې پامۍ د ویروس د لاخپرېدو لپاره زمینه برابره کړې ده.
ځینې خلک په دې اند دي چې کورونا وژونکې نه ده او یو شمېر کورنۍ بیا د دغه ویروس له امله د خپلو غړو مړینه پټوي او د مړینې لامل نورې ناروغۍ ګڼي.
څېړنو ثابته کړې چې وګړي په خپله د کورونا ویروس په خپرېدو کې مهم رول لري، له همدې امله تل سپارښتنه شوې چې له ګڼې ګوڼې ډډه وشي، لاسونه د ورځې څو ځله په اوبو او صابون پرې مینځل شي او له کورونو بهر ماسک وکارول شي. ددغو روغتیايي سپارښتنو موخه دا ده چې د کورونا ویروس د لاخپرېدو او یو بل ته یې د سرایت مخه ونیول شي. خو داسې ښکاري چې د ودونو، قران کریم د ختمونو او فاتحو په مراسمو، ښوونځیو، پوهنتونونو، بازارونو او موټرو کې هېڅ ډول روغتیايي تدابیر نه ترسترګو کېږي. نو ښکاره ده چې په دې ډول حالاتو کې زیانمنونکي وګړي تر ډېره له خطر سره مخامخ دي.
اوس چې د کورونا ویروس درېيمه څپه خپره شوې بایده دي چې د عامې روغتیا، حج او اوقاف، د پوهنې، لوړو زده کړو او نور وزارتونه او بنسټونه د عامه پوهاوي په برخه کې لازیاتې هڅې وکړي. د کورونا په وړاندې واکسین او د روغتیايي سپارښتنو عملي کولو ته خلک وهڅوي، ځکه د عامه پوهاوي په لوړولو سره ددغه ویروس ګواښ کمېدای شي.
ددې ترڅنګ د عامې روغتیا وزارت باید د لا بدو شرایطو لپاره چمتووالی ولري، ځکه په ټولنه کې د بې پامۍ کچې ته په پام سره که دغه ویروس لا پراخ شي ښايي وضعیت خراب شي، نو اړتیا ده چې دا وزارت په کورونا ویروس اخته وګړو ته د غوره خدماتو د وړاندې کولو لپاره خپل ټول امکانات وکاروي او همداراز هڅه وکړي چې د دغه ویروس د واکسینو د تطبیق لړۍ هم پراخه کړي. خلک هم باید ددغه ویروس په وړاندې مبارزه کې پراخه او هراړخیزه همکاري وکړي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

عارف علوي: په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت اعلان د ډیموکراسۍ پر تابوت وروستی مېخ دی
بهرني خبرونه

عارف علوي: په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت اعلان د ډیموکراسۍ پر تابوت وروستی مېخ دی

۲۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791781618]
په کندهار ښار کې د یو کس سر پرې شوی جسد موندل شوی
خبرونه

په کندهار ښار کې د یو کس سر پرې شوی جسد موندل شوی

۱۹ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791742722]
انتونیو ګوتېرېش: د فلسطیني وګړو ډله‌ییز مجازات د توجیې وړ نه دي
بهرني خبرونه

ګوتېرېش په نړۍ کې له هرو پنځو نجونو یوه یې له ۱۸ کلنۍ مخکې واده کوي

۱۹ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791740806]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره وکتل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.