• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲ لړم ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

په هېواد کې د کورونا ویروس د درېيمـې څپـې پـراخېـدل

م. ظ. صمیم

 م. ظ. صمیم م. ظ. صمیم
۶ چنګاښ/سرطان ۱۴۰۰ - ۲۷ جون ۲۰۲۱ [t_time:1624789595]

د کورونا ویروس درېيمه څپه په داسې حال کې د هېواد ولایتونو ته خپره شوې چې د هرې ورځې په تېرېدو سره په روغتونونو کې د اکسیجن د کمښت په اړه اندېښنې زیاتېږي. د عامې روغتیا وزارت هم خبرداری ورکوي چې کورونا ویروس ټولو ولایتونو ته خپور شوی خو په وړاندې یې چمتووالی لري. ددغه وزارت مسوولین په راتلونکو ورځو کې هېواد ته د ۷۰۰ زره دوزه چینايي، ۴۰۰ زره دوزه هندي او یوه اندازه امریکايي واکسینو د رارسېدو خبر هم ورکوي.
په هېواد کې په کورونا ویروس د اخته وګړو د شمېر په زیاتوالي سره د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح وايي چې دا ویروس ټولو ولایتونو ته خپور شوی دی.
د هغه په وینا د دغه ویروس د درېيمې څپې د خپرېدو په پیل کې د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د اخته وګړو شمېر زیات و، خو اوس په لوېدیځو، سویلي او مرکزي ولایتونو کې هم د کووېډ نولس ناروغانو شمېر ورځ تربلې په زیاتېدو دی. هغه زیاتوي چې په دې پړاو کې د ویروس د خپرېدو سرعت زیات دی له همدې امله اکسیجن ته د ناروغانو اړتیا زیاته شوې ده.
د روغتیا وزارت سرپرست جوته کړه چې په ټولو ۳۴ ولایتونو کې د ناروغانو د درملنې او بستر ظرفیت دوه برابره شوی او روغتونونه خدمات وړاندې کوي، خو د کووېډ نولس ناروغانو شمېر دومره زیات دی چې دا امکانات بسنه نه کوي. د مجروح په خبره د کابل پر جناح، افغان جاپان او قصبې روغتونونو سربېره د افغان اندونیزیا د کووېډ نولس نارغانو برخه هم پرانیستل شوې او دا ټول رغتونونه له ناروغانو ډک دي. د روغتیا وزارت چارواکي ټینګار کوي چې د کورونا ځانګړي دولتي روغتونونه د اکسیجن لپاره له خپلو تولیدي سرچینو کار اخلي او ترڅنګ یې د ورځې دوه سوه بالونه اکسیجن په دېرې سختۍ سره له خصوصي برخې ترلاسه کوي. اخوا، په هېواد کې د کورونا ویروس د درېيمې څپې په خپرېدو سره د اکسیجن د کمښت په اړه د خلکو اندېښنې زیاتې شوې دي. په بېلابېلو ولایتونو کې خلک د اکسیجن د کمښت په اړه شکایت لري.
ځینې ناروغ لرونکي وايي، دوی اړ شوي په ډېره لوړه بیه اکسیجن وپیري. دوی زیاتوي چې روغتیا وزارت ناروغانو ته د اکسیجن د برابرولو وس نه لري او تر ډېره خلک خپلو ناروغانو ته اکسیجن برابروي چې د اکسیجن تولیدوونکي شرکتونه هم د دوی له مجبوریته ناوړه ګټه پورته کوي او په لوړه بیه یې پلوري.
آن ځینې ناروغان د اکسیجن د کمښت له امله مړه شوي دي. دغه هېوادوال پر روغتیا وزارت نیوکه کوي چې ددغه راز ورځو لپاره یې کافي اکسیجن نه دی برابر کړی.
د مالوماتو له مخې، د اکسیجن هغه ډبې چې له دې مخکې په ۶۰۰ افغانۍ ډکېدې اوس یې دا شرکتونه په شپږ زره افغانۍ ډکوي. هېوادوال دولتي بنسټونه پر خصوصي برخې په څارنه کې په بې وسۍ تورنوي. که څه هم روغتیا وزارت په هېواد کې د اکسیجن کمښت نه ردوي خو وايي چې په دولتي روغتونونو کې هېڅ یو ناروغ له اکسیجن پرته نه دی پاتې شوی او روغتیايي کارکوونکي کورونايي ناروغانو ته د خدماتو د وړاندې کولو لپاره هڅې کوي.
د روغتیا وزارت سرپرست همداراز د اکسیجن د هغو لسو دستګاوو د لګولو لپاره د هڅو خبر ورکوي چې د یونیسف ادارې له خوا افغانستان ته ورکړل شوې او د نړیوال بانګ او ترکیې په مرسته د اکسیجن د څو نورو دستګاوو د پېرلو لپاره ددغه وزارت د پلانونې خبر ورکوي.
د ننه په هېواد کې د اکسیجن د تولید دستګاوو د فعالولو لپاره له هڅو سره په یو وخت، له ایران، تاجکستان او ازبکستانه هرات، کندز او بلخ ولایتونو ته اکسیجن وارېږي او له ایرانه هرات ته د اکسیجن لومړۍ جوپه رارسېدلې ده.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د کورونا د واکسین برابرولو لپاره د هڅو خبر ورکوي او له خلکو غواړي چې د واکسینو لپاره د روغتونونو په دروازو کې له ګڼې ګوڼې ډډه وکړي او روغتیايي سپارښتنو ته جدي پام وکړي. هغه زیاتوي چې دغه وزارت د لومړیتوبونو له مخې خلکو ته واکسین ورکوي او په دې توګه به ټول وګړي ترې برخمن شي.
د عامې روغتیا وزارت وايي چې ټاکل شوې د جولای میاشتې په دوهمه اونۍ ۴۰۰ دوزه هندي واکسین هېواد ته راورسېږي او امریکا هم غواړي له افغانستان سره د واکسینو په برخه کې مرسته وکړي چې کره شمېر یې تراوسه ددغه هېواد د چارواکو له خوا نه دی اعلان شوی.
له دې سره سره روغتیا وزارت خبرداری ورکوي چې د لوی اختر په ورځو کې ښایي په بازارونو کې د ګڼې ګوڼې او د یو بل کورونو ته په ورتلو سره دا ویروس لا پراخ شي له همدې امله له خلکو غواړي چې روغتیايي سپارښتنو ته جدي پام وکړي.
د ویلو ده چې تراوسه په هېواد کې ۱۰۱ زره تنه په کورونا ویروس اخته شوي چې له دې ډلې څه د پاسه څلور زره تنه مړه شوي او کابو ۶۴ زره نور روغ شوي دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

بهرني خبرونه

ګوتېرېش په یمن کې د نښتو د سختېدو په غبرګون کې د زغم غوښتنه وکړه

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792690016]
یونیسف په نورستان کې نږدې لس زره کسانو ته د پاکو اوبو د برابرولو خبر ورکړ
خبرونه

یونیسف: په افغانستان کې میلیونونه ماشومان له اقلیمي ګواښونو سره مخ دي

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792686995]
نړیوالې جزایي محکمې «د ساخاروف د فکر او ازادۍ» جایزه وګټله
بهرني خبرونه

نړیوالې جزایي محکمې «د ساخاروف د فکر او ازادۍ» جایزه وګټله

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792684716]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هالنډ کې د ازبکي ژبې د ملي ورځې د نمانځنې مراسم ترسره شول

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.