یادونه: «په لیکنه کې راغلي نظرونه په لیکوال پورې اړه لري او مجله یې رد یا پخلی نه کوي!»
د افغانستان حالت تر بل هر وخته حساس سوی دی. د سيمي هېوادونه او نړۍوال لوري دې پایلې ته رسېدلي چې يو امن او له جنګه خلاص افغانستان د ټولو په ګټه دی. نړۍوال له اوږدو مذاکراتو وروسته چې جزيات يې لا ښکاره نه دي له طالبانو سره يوه تړون ته ورسېدل او د دغه تړون په پايله کې طالبانو نړۍوال پرسټيج خپل او په سيمه او نړۍ کې يې د خپل رسميت پېژندلو په لور يو بل ګام واخيست.
له نړیوالو وروسته د طالبان وروستي خو اساسي مذاکرات له افغان لورو سره پيل سول چې په پايله کې به يې يو مشترک او واحد حکومت منځ ته راځي، خو دغه حکومت ته رسېدل ساده او آسانه خبره نه ده پوره نولس کاله جنګ سوى دواړه لوري تلفات لري او هر څوک په نظام کې د ځان د برخي د زياتولو هڅې کوي.
په عمومي توګه درې لاري موجودې دي چې هره يوه يې د ځانګړي تشريح او ځانګړو ستونز ډکه ده.
لومړى لاره دا ده چې طالبان او متحدين يې له افغان حکومت سره يو ځاى او د امتيازاتو پر وېش هوکړې ته ورسېږي او يو ګډ حکومت را منځ ته کړي، خو له بده مرغه افغان حکومت اوسمهال دونه کمزوری سوى چې يوازې د کابل د کنټرول واک لا نه لري او ولايتونو يوازې په مرکزونو پوري محدود سوي او اطراف په بشپړه توګه سقوط سوي دي.
له بله اړخه طالبان د دې ادعا لري چې نړۍوالو ځواکونو ته يې په نولس کاله کې ماته ورکړې او له هغه سره په يو نړۍوال توافق کې دي او له حکومت سره يو ځاى کېدل خپله ناکامي او و خپلو قربانيو ته شرم بولي او دا يوه ناممکنه او غيري عملي لاره بولي. له بله اړخه طالبان له هغه پکېج سره هم په بشپړه توګه مخالفت دي چې د ښاغلي اشرف غني له خوا وړاندې سوى او ځان ته يې د موقت حکومت مشري غوښتې ده.
دوهمه لاره دا ده چې حکومت له طالبانو سره يو ځاى او په ګډه يو حکومت را منځ ته کړي چې دا تر لومړۍ لارې لاستونزمنه مسئله ده. په واک کې موجود حکومت که قانوني يا ناقانونه دی که واکمن دی که نه دی حاکم څنګه په دومره ساده ګۍ له خپلو ټولو امکاناتو او نړۍوالو ملاتړونو سره له يوې مخالفي ډلي سره يو ځاى سي نو دا هم عملي او اصولي لاره نه معلومېږي.
نو موږ مستقيم يوې دريمي د منځ او عملي لاري ته ځو چې هغه د موقتې ادارې مسئله ده چې د درېيم ګړي په توګه ټول واکمن لوري راټول او بيا د يوه قوي ټول ګډون او پياوړي حکومت بنسټ کښېږدي او ټول لوري پکښي شامل کړل سي.
خو دغه درېیمګړى موقت حکومت څنګه د چا له خوا او په کوم پروسيجر رامنځ ته سي دا هغه سوال دی چې ډېر خلک يې اندېښمن کړي دي.
لومړى بايد د موقت حکومت يو تعريف رامنځ ته سي هغه داسي چې دا ځل موقت حکومت متفاوتې دندې لري چې لومړۍ دنده يې د روانو چارو روان ساتل، د سيسټم پر مخ بېول، د يوه سياسي تعامل له پاره د عنعنوي لويي جرګې رابلل چې پر اساس به يې د مملکت ټولې سرې کرښې، د نظام نوعيت او د اساسي قانون په هغه توګه تعديل ترسره سي چې ملت يې غواړي ځکه په اوسني حالت کې چې يو فوق العاده حالت دی هېڅ لورى په خپل سري توګه د نظام د نوعيت، د سرو کرښو او نورو مسايلو د ټاکلو واک نه لري. نه طالبان پر خپل امارت ټينګېدلاى سي او نه هم داخلي لوري پر جمهوريت بلکې د يوه ښه سباوون له پاره د لويې جرګې په پايله کې چې له ټول اولس څخه به خلک پکښې وي يوې پايلي ته رسېږي ځکه اساسي قانون چې د هر مملکت د چارو د ښه سمبالولو په خاطر را منځ ته کېږي که چېرې يې ښه پايله نه وي درلودلې تعديل يې اړين او جايزه اصولي مسئله ده.
دوهمه مسئله دا ده چې دا ځل به د موقتي ادارې مشري د چا پر غاړه وي دا هغه مسئله ده چې تر دې دمه د ټولو مخالفو او موافقو لوریو جنجال پر روان دی دغه بحران ته هم د حل لاره سته هغه داسي چې د موقتې ادارې د مشرۍ د ټاکلو له پاره بايد کريټريا وټاکل سي او د هغه کريټريا پر اساس داسې يو څوک و ټاکل سي چې وکولاى سي د يوه پراخ بنسټه حکومت له پاره بنسټونه کښېږدي.
دغه کريټريا موږ د افغانستان ټولنيز او سياسي وضعيت ته په کتلو سره ايښودلاى سو چې پراساس يې موږ د موقتي ادارې مشرتابه ټاکلاى سو.
دغه کريټريا موږ په څلورو ټکو کې رانغښتلاى سو چې لومړى ټکى يې اقتصادي اړخ دی دا يو واقعیت دی چې د درېیمې نړۍ په هېوادونو کې معمولاً پيسې د سياست اساس دی او کله چې يو څوک واک ته راځي د څو دلايلو پر اساس بايد پيسې ولري.
لومړى دليل يې دا دی چې سياست د پيسو ګټلو، غلاوو، رشوتونو او شرکتونو له پاره نه تر سره کوي.
دوهم دا چې وکولاى سي د خپلو پيسو په وسيله او لارو د وطن اقتصادي حالت راپورته کړي او د خپلو اصولو له مخي چې پيسې ګټلي وي وطن هم د اقتصاد پر عملي لورو بوځي.
دريم دا چې ولسونه په درېيمه نړۍ کې اکثرا د غربت او اړتيا او يا هم د کارونو په ښه توګه ترسره کېدلو له پاره پر پيسو او اقتصاد را ټولېږي. بايد د لنډ مهاله ادارې د مشرۍ دوهمه کريټريا دا وي چې ياد کس په هېڅ ډول سياسي تعاملاتو کې مخکې نه وي اوسېدلى ځکه دلته تر ټولو خطرناک ويروس د سياست ډلې ټپلې دي او هر څوک چې واک ته راغلى خپل لورى يې تقويه او نور لوري يې کمزوري کړي او دا خپله داخلي کشمکشونه را منځ ته کوي او هېواد يې بحران ته وړى چې د افغانستان د تېرو نږدې نولسو کالو تاريخ يې بهترين ثبوت دی چې ډلو خپل مخالفين په يوه او بل نوم وځپل او خپل موافقين يې وپړسول.
دريم نړۍوالې اړيکې دي يعني ياد کس بايد په سيمه ايزه او نړۍواله توګه له اړيکو برخمن کس وي او وکولاى سي چې افغانستان د جګړې په دې توند بحران کې د متوازن سياست پر لور بوځي نه د روسيې د بيا را ژوندي کېدونکې ښامار لمن ته وغورځوي، نه د چېن د اقتصادي بلا ښکار سي او نه هم د امريکا تېر نولس کلن ناورين بيا تکرار کړي او تر ټولو مهمه لا دا چې نه د پاکستان سره دونه دښمني وپالي لکه تېر نولس کاله چې يې موږ قرباني يو او نه هم هند ته دونه امتيازات ورکړي لکه تېر نولس کاله چې موږ ورکړي دي.
څلورمه او اساسي خبره دا ده چې په افغانستان کې له يوې قوي، قومي، ټولنيز او طبقاتي سټي درلودونکى وي ځکه دلته لا تراوسه پورې قومي او طبقاتي سيسټمونه لا ژوندي دي او د خلکو اصل او ريښې ته ډېر ارزښت او اهميت ورکول کېږي.
او پنځمه خبره دا چې په تېرو پنځوس کلنو جګړو کې د هېځ ډلي برخه نه وي پاته سوى او لاسونه يې په هېڅ ډول وينو او نشه يي توکو سره لړلي نه وي.
پر دغو پنځو کريټرياو چې هر لوستی او پوه افغان برابر و او ټولو غاړو باور او اعتماد پرې درلود هغه دې مخته کړل سي او د شپږو مياشتو اوربند په پايله کې دې سياسي توافق ترسره او پاته شپږ مياشې دې د پراخ بنسټه حکومت بنسټ کښېښودل سي او له هغه وروسته به شپږ مياشتي د انتخاباتو او انتقالاتو دوره وي چې دا اتلس مياشتې به د يوه روڼ سباوون پر لور د تلو بېله توقفه يو ښه لنډ مهال دوره وي.
اوسمهال تر دې درېيمي لاري بله مناسبه، آسانه، ژر او ارزانه لار نه سته.





