۸صبح، کابل: د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) ویلي، د «کار په بدل کې د نغدو پیسې» د پروګرام له لارې یې د کندهار ولایت د میوند بازار د اوسېدونکو لپاره کاري فرصتونه برابر کړي دي.
دغه سازمان دوشنبه د چنګاښ پر ۲۹مه پر اېکس پاڼه لیکلي چې دا پروژه د افغانستان د ټولنیز پايښت د پروګرام (ACRP) له لارې د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ پلې کېږي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان زیاته کړې چې دغه پروګرام، د سیمې اوسېدونکو ته د عایداتي فرصتونو د برابرولو ترڅنګ، د پاکو اوبو، د روغتیايي او حفظالصحې خدمتونو د ښه کېدو او د ښځو او نارینهوو اړتیاوو ته د مناسبو اسانتیاوو په برابرولو کې هم مرسته کوي.
دغه بنسټ ټینګار کړی چې د دې پروژې پلي کېدل به د سیمهییزو ټولنو د پیاوړتیا او د بېلابېلو ننګونو پر وړاندې د هغو د مقاومت د زیاتېدو لامل شي.





