د بلخ مرکز مزارشریف کې یو شمېر غرفهلرونکي وايي چې طالبان ترې میلیونونه افغانۍ عواید ټولوي؛ خو اوس یې بېرته د ښار له څنډو غرفې ورټولې کړي چې له کبله یې سلګونه کسان وزګار شوي دي. دوی وايي چې طالبانو ترې ټول شته اخیستي او بېبرخلیکه یې پرېښي دي.
د طالبانو د واکمنۍ له دوام سره بیکاري، لوږه او تنګسیا ورځ په ورځ ډېرېږي. په بلخ کې زرګونه کسانو د طالبانو له واکمنېدو وروسته خپلې دندې له لاسه ورکړې دي. بیکارۍ او د ژوند اړتیاوو د پوره کولو لپاره ډېر شمېر کسان د سړک په غاړه د توکو پلورلو ته اړ شوي دي.
د مزارشریف ځيني اوسېدونکي وايي چې شاوخوا یو کال وړاندې پخواني طالب ښاروال د ښار په بېلابېلو برخو کې د غرفو اېښودلو طرحه عملي کړه. د هغوی په خبره، دغه چارواکي له یو خصوصي شرکت سره په ګډه پنځه زره غرفې ووېشلې چې هرې یوې یې ۱۸ زره افغانۍ ارزښت درلود.
د مزارشریف دا اوسېدونکي وايي چې د غرفو بیه له څو ځل لاس په لاس کېدو وروسته ان تر دوو سوو افغانیو پورې ورسېده او هر چا هڅه کوله د یوې مړې ډوډۍ د پیدا کولو لپاره دا غرفې وکاروي. اوس هغوی شکایت کوي چې د مزارشریف اوسنی طالب ښاروال له څو ورځو راهیسې غرفې ټولوي او ناڅرګند ځای ته یې وړي.
سراج په مزارشریف کې غرفه لري. نوموړي له ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې وویل چې د غرفو له ټولولو سره سلګونه کسان وزګار شوي او د ګټې وټې سرچینه یې له لاسه ورکړې ده.
سراج زیاتوي: «د ورځې مې تر ۱۰۰ افغانیو ورکولې، ۲۰ افغانۍ چوکيداري، ۳۰ افغانۍ کلانتر پولي او ۵۰ افغانۍ ناحیې ته. د ورځې به مې په ډېرې سختۍ ۱۰۰ یا ۲۰۰ افغانۍ ګټلې او د ژوند اړتیاوې مې پرې پوره کولې. هره ورځ به مې په ګټلو پیسو د کور سودا اخیستله. اوس دا هم له لاسه ووته. نه پوهېږم څه به وشي، کورنۍ مې ډوډۍ غواړي.»
صفي د مزارشریف یو بل اوسېدونکی دی چې په خبره یې د ټولو شتو په بېه یې یوه غرفه ترلاسه کړې ده. نوموړی وايي: «وروره! هر حکومت چې راشي، غریبانان تر پښو لاندې وي. اسلامي او کفري هم نه لري. ټول د خلکو دوښمنان او د پيسو مېننان دي. د دې لپاره چې دا بهیر د ښاروالۍ له لوري دی او قانوني ده، خپل ټول شته مې راټول کړل او دوه لکه افغانۍ مې ورکړې او یوه غرفه مې واخیستله. د بېکارۍ په دې شرایطو کې تراوسه توانېدلی نه یم نیمايي پیسې هم ترلاسه کړم، چې ښاروال صیب بیا کوم خوب لیدلی او غرفې یې ټولې کړې دي! زه چې د یوې کورنۍ مسوولیت مې په اوږو دی، څوک به ځواب راکړي؟ ووایئ چې ځه څه وکړم؟»
غرفهلرونکي چې دمګړۍ یې برخلیک ناڅرګند دی وايي چې طالبانو هغوی ته کوم بدیل ځای نه دی په ګوته کړی.
عبدالصمد چې په پخواني حکومت کې د یوې دولتي ادارې کارکوونکی و، وايي چې یو کال کېږي کورنۍ ته د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو په موخه د سړک په غاړه توکي پلوري.
د مزارشریف دا اوسېدونکی وايي: «د دولت کارکوونکی وم. کوم معاش مې چې لاره د ژوند اړتیاوې مې پرې پوره کولې. له سقوط وروسته مې واسطه نه لرله، ځای مې ملاصیب ته خالي کړ! وزګار شوم او د سړک په غاړه مې یوه غرفه ونیوله.»
عبدالصمد ټينګار کوي: «د ۱۰ او ۲۰ افغانیو له ورکولو به تېر شو چې باید ورکړې مو وای، یوازې په دوو برخو کې موږ دوه زره او ۵۰۰ افغانۍ ښاروالۍ ته او ۷۰۰ افغانۍ د اجارې لپاره ورکولې؛ خو بیا هم راغلل او غرفې یې ټولې کړې او ان نه وايي چې دا غرفې چېرته وړي او موږ چېرته لاړ شو؟»
د طالبانو تر واک لاندې ښاروالۍ بیا دا ګام د ښار پاکول او تنظیم ښودلی؛ خو د مزارشریف غرفهلرونکي بیا وايي چې دوی ولې د دغو غرفو د وېش پرمهال دې ټکي ته پام نه کاوه؟
د یادونې وړ ده چې په تېرو دوو کلونو کې پر طالبانو څو وارې له خلکو د پيسو اخيستلو تور پورې شوی دی. د مزارشریف ځينې اوسېدونکي ادعا کوي چې د طالبانو کسان په ښار کې په بېلابېلو پلمو له ریکشاوو، مېوه پلورونکو او د سړک غاړې د توکو له پلورونکو پیسې ټولوي.