۸صبح، کابل: «د افغانستان متحدې جبهې» ادعا کړې چې په تېره یوه میاشت کې یې د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې پر طالبانو ۴۳ بریدونه کړي دي.
د متحدې جبهې ویاند هلال کاکړ سه شنبه د وږي پر ۲۰مه، پر خپله ایکس پاڼه په خپره کړې ویډیويي پیغام کې ادعا کړې چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۷۴ طالب جنګيالي وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي دي.
کاکړ ویلي چې دغه بریدونه د روان میلادي کال د اګست له لومړۍ تر ۳۱مې نېټې پورې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې شوي دي.
د متحدې جبهې ویاند زیاته کړې چې د دې جبهې تر ټولو مهم برید په کندهار کې د طالبانو پر قولاردو او تر ټولو لوی برید د هلمند ولایت د نوزاد ولسوالۍ پر یوه پوځي قرارګاه شوی دی.
هغه زیاته کړې چې په کندهار کې د طالبانو پر قولاردو په برید کې پنځه طالبان او په هلمند کې پر پوځي قرارګاه په برید کې د دې ډلې شپږ جنګيالي وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان متحدې جبهې یوه میاشت مخکې په افغانستان کې د طالبانو پر وړاندې د خپلو پوځي فعالیتونو د پیل خبر ورکړی و.
بلخوا، په وروستیو اوونیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو د مخالفو جبهو له خوا پر دې ډلې بریدونه زیات شوي دي.





