۸صبح، غزني: د افغانستان متحدې جبهې ادعا کړې چې په غزني ولایت کې یې د طالبانو د استخباراتو یو غړی وژلی دی.
دې جبهې يکشنبه د وږي پر ۱۵مه، پر خپله ایکس پاڼه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د طالبانو د استخباراتو دغه غړی د شنبې پر ماښام په نښه شوی دی.
د متحدې جبهې د ادعا له مخې، دغه کس د غزني ولایت د قرهباغ ولسوالۍ په غجور بازار کې د دې جبهې د ځواکونو له خوا وژل شوی دی.
متحدې جبهې د طالبانو دغه استخباراتي غړی ظالم بللی دی.
د دې جبهې په خبرپاڼه کې راغلي: «د افغانستان متحدې جبهې زړورو عملیاتي ځواکونو د طاغوتي رژیم یو بل ظالم استخباراتي غړی په نښه او دوزخ ته ولېږه.»
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو پر وړاندې د مخالفو ځواکونو بریدونه زیات شوي دي.





