۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام (UN-Habitat) ویلي چې د کابل په چهاراسیاب روغتون کې د یوې انتظار خونې د جوړېدو چارې پیل شوې څو ناروغانو او د روغتون مراجعانو ته مناسب چاپېریال برابر شي.
نوموړي بنسټ دوشنبه د زمري پر ۵مه راپور ورکړی چې دا انتظار خونه له هغو شپږو انتظار خونو یوه ده چې د باکیفیته روغتیايي خدماتو د ملاتړ لپاره د رغولو په حال کې ده.
ملګرو ملتونو ویلي چې هېڅ مور دې ناچاره نه وي چې له ناروغ ماشوم سره په ګرمۍ یا یخنۍ کې په تمه پاتې شي او د دا ډول چاپېریال رغول د ناروغانو او د هغوی د کورنیو د انتظار شرایط ښه کولی شي.
نوموړي سازمان زیاته کړې چې نوې انتظار خونې ناروغانو، پایوازانو او مراجعانو ته خوندي او باکرامته چاپېریال برابروي.
د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام ویلي چې دا پروژه د جاپان د نړیوالو همکاریو ادارې (JICA) په ملاتړ پلې کېږي او موخه یې د روغتیايي زیربناوو ښه کول او روغتیايي خدماتو ته د خلکو د لاسرسي زیاتول دي.





