۸صبح، کابل: د ملګروملتونو سازمان د طالبانو تر بیرغ لاندې ددغه سازمان د امنیتي ټیم د عکس اخیستو او په ټولنیزو شبکو کې یې د خپرېدو په خاطر بښنه غوښتې ده.
فاکس نیوز د جمعې په شپه د مرغومي په دېرشمه رپوټ ورکړ چې ددغه سازمان ویاند سټیفن دوجاریک ویلي چې دا عکس باید هېڅکله نه وای اخیستل شوی.
سټیفن دوجاریک ویلي: «موږ له دغه عکسه خبر یوو، دا عکس هغه مهال اخیستل شوی چې د ملګروملتونو سازمان د سرمنشي مرستیاله له طالب مشرانو سره د لیدنې په حال کې وه.»
د ملګروملتونو سازمان ویاند زیاته کړې: «دا عکس باید هېڅکله نه وای اخیستل شوی، دا یوه تېروتنه وه او موږ یې له امله بښنه غواړو.»
نور ولولئ:
د طالبانو تر بیرغ لاندې د ملګروملتونو سازمان د امنیتي تیم یادګاري عکس
دا بښنه له هغې وروسته غوښتل کېږي چې د ټولنیزو شبکو کارکوونکي د طالبانو تر بیرغ لاندې ددغه سازمان د امنیتي ټیم پر انځور اخیستو په نیوکې سره ددې سازمان بې طرفي تر پوښتنې لاندې راوستې ده.
د ویلو ده چې د پنجشنبې په ورځ د طالبانو تر بیرغ لاندې د ملګروملتونو سازمان د امنیتي ټیم یادګاري عکس په ټولنیزو شبکو کې له غبرګونونو سره مخ شو.