د ملګروملتونو سازمان تېر یوه کال کې افغانستان ته تر یو میلیارد زیات ډالر لېږلي دي

۸صبح، کابل: افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ پلاوي یا یوناما ویلي، چې تېر یوه کال کې یې د بشردوستانه مرستو د اسانتیا لپاره یو میلیارد ډالر افغانستان ته دننه کړي دي.

یوناما سه شنبه د تلې پر ۱۲ یوه ټویټ کې ویلي، چې د ملګروملتونو سازمان نقدي مرستې میلیونونو اړمنو افغانانو ته د بشردوستانه مرستو د وړاندې کولو لپاره ترسره شوې دي.

د یوناما په وینا دغه پیسې افغانستان کې یوه سوداګریز بانک ته دننه شوې او د طالبانو واک ته نه دي ورکړل شوې.

د ویلو ده، چې په تېره یوه میاشت کې د ملګروملتونو سازمان د نقدي مرستو پنځه جوپې افغانستان ته رسېدلې دي.

ورته لیکنې

Back to top button