۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام (UN-Habitat) ویلي چې په تګ راتګ کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو او د خلکو له ورځني ژونده یې د ملاتړ په موخه د کابل ښار په ۱۹مه ناحیه کې یو سړک بیارغولې دی.
نوموړي سازمان دوشنبه د چنګاښ پر ۲۲مه راپور ورکړی چې دا پروژه د جاپان د نړیوالو همکاریو بنسټ (JICA) په ملاتړ د سیمې اوسېدونکو د تګ راتګ د اسانتیا په موخه پلې شوې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام ویلي چې د کوڅو او سړکونو نامناسب وضعیت د خلکو ورځنۍ ژوند سخت او خدماتو او فرصتونو ته یې لاسرسی محدود کړی دی.
د راپور له مخې، د دغې پروژې له مخې د ۱.۴ کیلومتره په اوږدوالي یو سړک بیارغول کېږي څو د خلکو تګ راتګ خوندي شي.
د ملګرو ملتونو دغه بنسټ زیاته کړې چې د ښاري زیربناوو ښه والی د ژوند شرایطو په ښه کېدو او خدماتو او اقتصادي فرصتونو ته د لا ښه لاسرسي په رامنځته کولو کې مرسته کولی شي.





