۸صبح، کابل: د افغانستان د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي چې له ښځو سره د طالبانو ناوړه چلند له کبله افغانستان هر کال تر یو ملیارد ډېر ډالر له لاسه ورکوي.
اميري دا څرګندونې شنبه د کب پر ۱۹مه په خپله اېکس پاڼه کې کړې دي.
د امریکا ځانګړې استازې وايي چې د افغان نجونو او ښځو پر زدهکړو او کار بندیز د هېواد ټولو خلکو ته زیان رسوي.
هغې ټینګار کړی چې افغانستان له مرستو سره د تړلتیا او بېوزلۍ څخه د خلاصون لپاره باید د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو سیاستونه لیرې شي.
د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورورکونکي د بشري حقونو په نړۍوالو ناستو کې په وار وار ويلي چې د طالبانو د ښځو ضد فرمانونه د «جنسيتي اپارټايډ» يوه بېلګه ده او کولای شي د «بشريت ضد جرم» وګڼل شي.
دوی له نړۍوالې محکمې غوښتي چې د طالبانو له لوري د بشري حقونو پراخو سرغړونو ته رسېدنه وکړي.
ورته مهال، طالبانو د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو له حقونو څخه د پراخو سرغړونو په هکله د نړۍوالو اندېښنو په ځواب کې ویلي چې دې ډلې د «اسلامي شریعت» پر بنسټ ښځو ته حقونه ورکړي دي.