د القاعده شبکې رهبر سیفالعدل یوه مقاله کې په مستعار نوم په نړۍ کې د دغې ډلې له ملاتړو غوښتي چې د تجربو ترلاسي او پوځي زدهکړو لپاره افغانستان ته لاړ شي. لانګ وار ژورنال راپور ورکړی چې د القاعدې اوسنی مشر په ایران کې دی او د دغې شبکې د مرکزي رسنۍ (السحاب) له خوا د خپرو شویو پیغامونو په وروستۍ ګڼه کې چې نوم یې «دا غزه ده: دا وجودي جګړه ده، نه د پولو» لیکلي چې د دې شبکې جنګیالي او ملاتړي دې له طالبانو الهام واخلي او له تجربو یې ګټه پورته کړي. د افغانستان په مخکېني حکومت کې د ملي امنیت لوی رییس وايي چې القاعده له اوسني وضعیت څخه په ګټنې د ټولو ترهګرو ډلو د پلارولۍ (Godfather) په توګه عمل کوي. د نوموړي په وینا، دې شبکې افغانستان د خپل ستراتیژیک مرکز په توګه ټاکلی؛ څو په وینا یې، وکړای شي له دې لارې په افریقا، منځني ختیځ او د نړۍ په نورو زیانمنو برخو کې فعاله شي. هغه وايي چې القاعده خپل تاکتیک بدل کړی او پر امریکا د مخامخ برید پرځای هڅه کوي د دغه هېواد ګټې په نښه کړي.
لانګ وار خبري ژورنال د القاعده شبکې د اوسني رهبر د مقالې په استناد لیکلي چې دغې شبکې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له خپلو ملاتړو غوښتي چې د تجربو ترلاسي او پوځي زدهکړو لپاره افغانستان ته لاړ شي.
سیفالعدل په مستعار نوم سالم الشریف د القاعده مرکزي رسنۍ (السحاب) وروستۍ ګڼې یوې مقاله کې چې نوم یې «دا غزه ده: دا د شتون جګړه ده، نه د پولو»، د طالبانو واکمني یې په نړۍ کې د ټولو اورپکو ډلو لپاره د تجربو ترلاسي ښه ځای بللی. نوموړي ویلي چې د بدلون لپاره هیلهمن دی او باید په افغانستان کې د طالبانو له تجربو ګټه واخلي. سیفالعدل ته منسوب متن کې راغلي: «د امت وفاداره کسان چې بدلون ته تیار دي، د هغه ځای له وضعیته دې زدهکړه وکړي او د [طالبانو] له تجربو دې برخمن شي.»
د القاعده مشر ته منسوبه مقاله کې په ښکاره د دغې شبکې له جنګیالیو او ملاتړو غوښتل شوي چې د اسراییل او لویدیځ پر موخو له برید وړاندې، افغانستان ته لاړ شي او هلته وړتیاوې، تجربې او پوځي زدهکړې ترلاسه کړي.
په دې مقاله کې سیفالعدل له مسلمانو ټولنو غوښتي چې په ټوله اسلامي خاوره کې د «یهودي صهیونیستانو او لویدیځوالو» پر ګټو برید وکړي. نوموړي ټينګار کړی چې دا بریدونه دې «دردونکي» وي، «ځکه هغه چاره چې موږ ته یې اړتیا وه، ناوخته شوې.»
بل پلو، په مخکېني حکومت کې د ملي امنیت عمومي رییس رحمتالله نبیل له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي: «القاعده له اوسني وضعیت څخه په ګټنې د ټولو ترهګرو ډلو د پلارولۍ (Godfather) په توګه عمل کوي.» د نوموړي په خبره، القاعدې تر دې دمه ښکاره دریځنیونه کړې نه ده او موکې ته په تمه وه.
په پخواني حکومت کې د ملي امنیت لوی رییس ټينګار کوي چې القاعده د ځان رغونې او اړیکو پراختیا ته په تمه وه او په وینا یې، دمګړۍ دې شبکې افغانستان د خپل ستراتیژیک مرکز په توګه ټاکلی دی؛ څو د ده په ټکو، وکړای شي له دې لارې په افریقا، منځني ختیځ او د نړۍ په نورو زیانمنو برخو کې فعاله شي.
ښاغلی نبیل زیاتوي چې القاعدې خپل تاکتیک بدل کړی او پر امریکا د مخامخ برید پرځای هڅه کوي د دغه هېواد پر ګټو برید وکړي. د نوموړي په خبره، په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ القاعدې ته بیا چانس ورکړ چې په وینا یې، يو ځل بيا خپل بخت وازمايي.
د افغانستان په پخواني حکومت کې د ملي امنیت عمومي رییس زیاتوي: «له شک پرته د افغانستان په څېر په یوه ستونزمنه جغرافیه کې د طالبانو واکمني او د غزې او اسراییلو ترمنځ د جګړې لپاره له اسلامي نړۍ څخه د پوځیانو استخدام سره به القاعده یو ځل بیا خپل عملیاتي ځواک او بخت وازمایي.»
ښاغلي نبیل تر دې وړاندې بيبيسي فارسي ته په یوه مقاله کې لیکلي و چې القاعده له کلونو انزوا وروسته، د طالبانو له واکمنېدو سره غواړي د افغانستان او وزیرستان، ایران او سوریې ترمنځ د خپل نفوذ ساحه پراخه کړي او د سخت دریځو اسلامپالو په استخدامولو سره د دې په لټه ده چې امریکا او د هغه متحدین وننګوي.
د ملګرو متلونو د امنیت شورا د بندیزونو د تحلیل او څارنې ګروپ د تېر کال په دلوې میاشت کې ویلي چې د طالبانو او القاعدې ترمنځ اړیکې لاهم نږدې دي او دې شبکې په افغانستان کې اته نوي روزنیز کمپونه جوړ کړې دي. دغه بنسټ په خپاره کړي راپور کې لیکلي و چې د القاعدې شبکې څلور مرکزونه په پروان، غزني، لغمان او روزګان کې دي او په پنجشېر کې یې د وسلو یو زېرمتون هم جوړ کړی دی.
د راپور پر بنسټ، القاعده توانېدلې چې په افغانستان کې د طالبانو تر ادارې لاندې ځان په «ساتندویه» حالت کې وساتي او د دې شبکې او طالبانو ترمنځ اړیکې لاهم نږدې دي.
دغه راز، د مخکیني حکومت د ملي امنیت عمومي رییس احمد ضیا سراج له ترهګرۍ سره د مبارزې له مرکز «وسټ پوینټ» (CTC) سره په مرکه کې ویلي چې د طالبانو له واکمنېدو سره یو ځل بیا جهادي اورپکې ډلې یوځای شوې دي او پر نړۍ د بل برید لپاره تیاری نیسي.
ښاغلي سراج ټینګار کړی چې القاعده په یمن او سومالیا کې په عملیاتو سره افغانستان د خپلو ځواکونو د قوماندې او کنټرول په مرکز بدل کړی دی. هغه زیاته کړې چې د القاعدې غړي دا مهال د طالبانو تر کنټرول لاندې وزارتونو کې د سلاکارانو په توګه کار کوي. د نوموړي په وینا، طالبانو د القاعدې غړو ته د افغانستان پاسپورټونه ورکړې دي.
له دې وړاندې، فارن پالیسۍ د یو محرمانه ډيپلوماتیک راپور په حواله لیکلي چې طالبان د القاعدې شبکې قوماندانانو او عواملو ته ځای او پاسپورټونه تیاروي. په دې راپور کې ویل شوي چې طالبان له القاعده سره مرسته کوي، څو د «هیرویینو امپراتورۍ» پراخې شبکې ته لاسرسی ولري.
د راپور په حواله، د مخدره توکو د قاچاق پراخه شبکه چې په تېرو دوو لسیزو کې یې له پخواني حکومت سره د طالبانو د جګړې لګښت برابروه، اوس د القاعده په لاس کې ده. په دې راپور کې راغلي چې القاعده په تېرو دوو کالو کې د بدخشان او تخار د سرو زرو له کانونو ۱۹۵ میلیونه ډالر ترلاسه کړي دي. د دغه راپور د موندنو په حواله، القاعده هره اوونۍ څو میلیونه ډالر د بدخشان او تخار د سرو زرو له کانونو پيدا کوي. فارن پالیسۍ د دغه محرمانه راپور ځیني برخې په ډاګه کړي چې پکې راغلي، له دغو کانونو لاسته راغلو پیسو څخه ۲۵ سلنه یې د القاعده برخه ده او دغې شبکې د ۲۰۲۲ کال له پېله تر اوسه ۱۹۴.۵ میلیونه ډالر ترلاسه کړي دي. د دغه راپور پر بنسټ، د سرو زرو له دغو دوو کانونو څخه هره میاشت القاعده ته ۲۵ مېلیونه ډالر لاسته ورځي.
طالبانو په وار وار د القاعدې او نورو ترهګرو ډلو شتون رد کړی او ویلي دي چې د دوحې هوکړې له مخې اجازه نه ورکوي چې څوک د افغانستان خاوره د نورو پر وړاندې وکاروي. دا په داسې حال کې ده چې د القاعده شبکې پخوانۍ مشر ایمن الظواهري د ۱۴۰۱ کال په زمري میاشت کې د کابل په شیرپور کې د امریکا د یوه هوايي برید ښکار شو.
هغه مهال رسنیو راپور ورکړ چې د القاعدې شبکې مشر د طالبانو کورنیو چارو وزارت د سرپرست سراجالدین حقاني په میلمستون کې ژوند کاوه. حقاني د امریکا له هوايي برید وروسته له کابله ووت او د څه مودې لپاره یې له نورو طالبانو سره لیدنې کتنې محدودې کړې وې.
هغه مهال طالبانو په کابل کې د القاعده له شتونه انکار وکړ او وژل کېدل یې رد کړي و. تر اوسه القاعده د ایمن الظواهري پر وژنه چوپ ده.
درې ورځې وړاندې امریکايي ولسمشر جو بایډن ویلي چې په سیمه کې مېشت امریکايي ځواکونه له افغانستانه ورپېښو ګواښونو ته پام کوي.
په افغانستان کې د القاعده له شتونه اندېښنې له هغې وروسته ډېرې شوې چې د طالبانو اصلي متحدان چین او پاکستان په یوې تازه ویناپاڼه کې په افغانستان کې د پراخ بنسټه سیاسي جوړښت او له اورپکۍ سره د مبارزې غوښتنه کړې.
چین ته د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له څلور ورځني سفر وروسته، اسلاماباد او بیجینګ په یوې ګډې ویناپاڼه کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له افغانستان سره د باثباته پرمختګ او په نړیواله ټولنه کې د ورګډېدو په برخه کې رغنده رول ولوبوي او طالبان وهڅوي چې ټولشموله سیاسي جوړښت، ښه ګاونډیتوب، منځلارې پالیسي غوره او له اورپکۍ سره کلکه مبارزه وکړي چې خاوره یې د ترهګریزو کړنو لپاره ونه کارول شي.





