• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۴ لړم ۱۴۰۵ - ۵ نومبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د کلمو وزن

رحیمه محرابي رحیمه محرابي
۱۴ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۵ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1793888218]
Pexels

Pexels

لا مې هغه ورځ په یاد ده چې نیا مې راته وویل: «هرې نجلۍ ته د زېږېدو پر مهال په لاسونو کې یوه نالیدلې تله ورکول کېږي. په یوې پله کې یې شرم وي او په بله کې یې ناموس. د ناموس پله دې تل درنه اوسي، که نه هېڅ هم نه یې.» هغه شپه دومره ګرمه وه چې د چینجي په څېر د دېوالونو مغز ته یې لار کړې وه. د چت پکی په خپل کړچېدونکي غږ داسې برېښېده، لکه ستړی بوډا چې له ډېرې ستړیا نالې وهي. په پخلنځي کې ولاړه وم او لیمو مې ټوټه کول. له هرې ټوټې سره به یې تریو بوی په کوچني پخلنځي کې خپور شو او څو شېبې به یې د تنګونکې ګرمۍ زور مات کړ.

ورور مې له دندې راغی. د دروازې په خوله کې یې بوټان وویستل او په ستړي غږ یې د راتګ خبر راکړ. د تل په څېر مې د یخو لیمو اوبو ګیلاس په پتنوس کې کېښود او ور روانه شوم. د کړکۍ مخې ته ناست و او د کمیس د ګرېوان تڼۍ یې پرانیستلې. د تندي خولې یې د څراغ په تته رڼا کې د وریژو د دانو په څېر ځلېدې. کله مې چې ګیلاس ورکړ، په یوه ساه یې نیمې اوبه وڅښلې. ذهن مې د نیا په خبرو بوخت و، خو د فکرونو په دغه شورماشور کې د ورور غږ لوړ و. خبرو یې د ذهن دننه ټول غږونه راته غلي کړل. ویل یې: «نوی امر راغلی؛ نجلۍ دې له محرم پرته له کوره بهر نه وځي.»

ګیلاس مې ترې واخیست، خو له لاسه مې ونه لوېد. نه، زه د دې خاورې نجلۍ یم؛ زده کړي مې دي چې ګیلاس له لاسه ونه غورځوم. خو زما په دننه کې یو څه راولوېدل، مات شول او په دوړو بدل شول. نه پوهېږم ولې هماغه شېبه د دې پر ځای چې اوښکې په زور راوخوټېږي، په ژورو فکرونو کې ډوبه شوم. له ځان سره مې وویل: ایا د زمانې جبر د یوې نجلۍ لپاره دومره دروند بار نه دی؟ ایا دا بسنه نه کوي چې د مور رحم یې د «نجلۍ» په نوم ټاپه پر تندي لګوي او نړۍ ته یې راوړي؟ ولې دې د «ناموس» په څېر ظاهراً درنه کلمه هم ورزیاته کړي او په اوسپنیزو ځنځیرونو یې پښو ته وتړي؟

له بنسټیزو حقونو بې‌برخې کېدل… دا کلمې څومره راته اشنا شوې دي. نورې داسې وچې ډوډۍ ته ورته دي چې دومره مې خوړلې، چې خوند یې نور نه شم احساسولی؛ لکه هغه لوږه چې نور دې ګېډه نه په دردوي یوازې تشوالی دریادوي. خو ککړې سترګې… آه، دا نور کومه عادي پدیده نه ده. هغه سترګې چې د کړکیو له شا، د راکش شوو پردو له منځه او د بازار له ګوټه دې د ارام پتنګ پرلپسې د وجود له خلوته ښکار کوي او وزرونه یې ماتوي. ان که په کور کې هم اوسې، دا سترګې د سرزورو مچانو په څېر د دروازې له درزونو او د هوا له سوریو لار مومي او پر روح دې کېني. ان په خپل کور کې هم خوندي نه یې. دا سترګې دېوالونه نه پېژني، درناوی نه لري او پولې نه مني. هر چېرې چې یې، خپله لار پیدا کوي.

سترګې مې چې اوښلنې شوې، ورور مې راته ځیر وکتل. ومې ویل: «ته نه مې نه درکوې.» تندی یې تریو کړ او ویې ویل: «ولې، درکوم دې.» ترخه خندا راغله او د شونډو په کونج کې وچه شوه. ومې ویل: «نه، لالا جانه، ته نه پوهېږې. تا باید د یوې ښځې په پوست کې ژوند کړی وای، باید له همدغو هډوکو سره دې مزل کړی وای او په همدې سږو دې د “نه شې کولی” هوا کې ساه اخیستې وای، څو ویلی دې شوای چې “درکوم دې”. که نه، دا جمله درته یوازې هوسا پناه ده؛ د هغو تړلو لاسونو لپاره دې سیوری دی چې نه غواړې د ځنځیرونو مسوولیت ومنې.»

نن سهار د هېندارې مخې ته ودرېدم. کله مې چې مخ مینځلو، داسې راته وبرېښېده چې د اوبو څاڅکي مې پر اننګو ډېر درانه بهېږي. له ځان سره مې وویل: «له هغوی څه غواړې؟ له هغو چې د تقدیر کلمه ښه پېژني، خو انصاف نه… څه غواړې؟»

ځواب مې په هېنداره کې د خپل انځور له انګازې واورېد، راته ویې ویل: «هېڅ. له هغوی نه غواړم چې څه راته وکړي. نه غواړم لاسنیوی مې وکړي. یوازې دومره بس ده چې یو بل محرومیت، یوه بله “نه” او یو بل بندیز… د بندیزونو په اوږد نوملړ کې ورزیات نه کړي. بس ده چې دېوال همدلته، په خپل اوسني ځای کې پرېږدي او نور یې دنګ نه کړي. قفس دې نور راباندې نه تنګوي. پرېږدي چې همدا نیمګړې ساوې مو په سینه کې بندې پاتې شي.»

غلې شوم. یوه بله اوښکه مې له زنې ولوېده. خبرو ته مې دوام ورکړ؛ یا ښايي په هېنداره کې انځور خبرو ته دوام ورکړ. نور نه پوهېدم چې دا خبرې زه کوم او که انځور مې: «ځکه هغوی نه پوهېږي. رښتیا هم نه پوهېږي. هر “نه شې کولی” چې زیاتوي، د یوه پتنګ د الوت مخه نیسي او هر حکم چې یې کوي، په رڼا کې یو ستوری خاموشوي. دوی فکر کوي چې یوازې یې یوه خبره کړې، یو مکتوب یې لېږلی او یو قانون یې لیکلی دی؛ خو نه پوهېږي چې خبرې یې درنې دي. د یوې ښځې پر اوږو د کلمو بار د هندوکش له ټولو غرونو هم دروند دی.»

اوس چې دا لیکم، ګوتې مې نه رېږدي. پر خپل حضور ویاړم؛ د دې خاورې پر ښځو. د ویاړ احساس کوم چې زه هم د همدې خاورې لور یم؛ د داسې ټاټوبي لور چې ښځه اوسېدل پکې د بې‌اکسیجنه سمندر په تل کې د ژوند کولو د زده‌کولو او له دې ټولو سربېره، د ځلېدو مانا لري. موږ د دې خاورې ښځې، تله ښه پېژنو؛ هماغه د نیا نالیدلې تله: یوه پله یې د شرم او بله یې د ناموس لپاره. خو موږ درېیمه پله هم جوړه کړې؛ هغه چې واک یې په خپل موټي کې راسره دی، نه د تقدیر په منګولو او نه د نورو په فرمان کې. درېیمه پله مو د «خپل ځان» لپاره ځانګړې کړې او دا تر ټولو دروند وزن دی چې یوه ښځه یې په خپلو لاسونو کې ساتلی شي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

زېلینسکي: ډاډه نه یم چې کوم ناسم کار مې کړی وي
بهرني خبرونه

زېلنسکي هیله لري چې د ډیموکراټانو بریا به له اوکرایین سره د امریکا د مرستو د زیاتېدو لامل شي

۱۴ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۵ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1793886669]
ټولنه

ملګري ملتونه: افغانستان د اړتیا وړ څه باندې ۸۰ سلنه برېښنا واردوي

۱۴ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۵ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1793880975]
په هلمند کې د غږیزې ککړتیا زیاتوالی؛ اوسېدونکي د ستونزې د مخنیوي لپاره د یوې مرجعې له نشتوالي شکایت کوي
راپورونه

په هلمند کې د غږیزې ککړتیا زیاتوالی؛ اوسېدونکي د ستونزې د مخنیوي لپاره د یوې مرجعې له نشتوالي شکایت کوي

۱۴ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۵ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1793880069]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • «پیسې راکړه، یا د مرګ په تمه اوسه»؛ د بشر نورزي د وراره د باج اخیستنې په اړه ټکان ورکوونکي روایتونه

    «پیسې راکړه، یا د مرګ په تمه اوسه»؛ د بشر نورزي د وراره د باج اخیستنې په اړه ټکان ورکوونکي روایتونه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • له جنګي غنیمتونو د انډېوالۍ تر مرکزه؛ په پروان کې د طالبانو د والي د زوم د ګومارنې پر سر شخړه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
۹ لړم ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.