د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زېلنسکي هیله څرګنده کړې چې د امریکا په منځمهالو ټاکنو کې د ډیموکراټانو بریا به له کییف سره د واشنګټن د ملاتړ زمینه برابره کړي.
اناتولي خبري اژانس پنجشنبه د نومبر پر ۵مه راپور ورکړی چې زېلنسکي د امریکا د ټاکنو د پایلو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې هیله لري دا بدلونونه د اوکرایین په ګټه تمام شي.
زېلنسکي همداراز ویلي چې د جمهوريپالو هم منندوی دی، خو د اوکرایین سره د ملاتړ او مرستو د ورکړې په برخه کې ډیموکراټانو دریځ روښانه دی.
هغه د امریکا او اروپا ترمنځ د اړیکو د بیا پیاوړتیا په اړه د ډیموکراټانو د دریځ هرکلی هم کړی او هیله یې څرګنده کړې چې د ځواک نوی توازن به له اوکرایین سره د مرستو د زیاتېدو لامل شي.
د اوکرایین ولسمشر زیاته کړې، که د امریکا کانګرېس له کییف سره خپلو مالي او پوځي مرستو ته دوام ورکړي، څنګه چې اروپا له دغه هېواد سره مرستې کوي، دا به د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین اغېز وکړي.





