په افغانستان کې د بېوزلۍ او وزګارتیا په پراختیا سره، په پروان کې یوه د پاخه عمر مېرمن له درېیو میاشتو راهیسې د چاريکار ښار پر واټونو شپې ورځې تېروي. دغه مېرمن وايي، چې په هېواد کې وروستيو سياسي بدلونونو د هغه کورنۍ وپاشله او نوموړې اوس یوازې او په بې کورۍ کې ژوند کوي. د چاریکار ښار اوسېدونکي هم وايي، چې دا مېرمن نه د خوړو لپاره څه لري او نه هم د ژوند کولو لپاره ځای.
د پاخه عمر مېرمن نسرین د پروان په چاریکار ښار کې په بې کورۍ کې ژوند کوي. هغه که څه هم د خپل اصلي ځای په اړه څه نه وايي؛ خو درې میاشتې کېږي چې د واټ تر څنګ او د چاریکار ښار پر سړکونو ژوند کوي. د نسرین ټوله شتمني یوه توشکه، یوه بړستن او د چای یو زوړ ترموز دی.
دغه مېرمن هره ورځ د لمر په راختو سره د اوسېدو ځای سموي او تر ماښامه د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو په موخه په ښار کې دروېزه کوي.
نسرین له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «د طالبانو په راتلو سره موږ وپاشل شو، څوک ایران ته ولاړل او ځینې هم نورو ځایونو ته، اوس هېڅ سرپرست او کور نه لرم.»
هغه بې شمېره دردونه لري؛ خو په ناڅرګندو لاملونو د خپل شخصي ژوند په هکله خبرې نه کوي.
نسرین جوتوي، چې په دې موده کې هېڅوک د همکارۍ او مرستې لپاره د هغې پوښتنه نه ده کړې. هغه تر هر چا زیات پر طالب چارواکو او د مرستندویه بنسټونو پر مسوولانو نیوکه کوي. هغه وايي په هغه صورت کې چې د کار زمینه ورته برابره شي، کار ته چمتو ده. نسرین زیاتوي: «هېچا تر اوسه مرسته نه ده راسره کړې، که د کار زمینه راته برابره شي، ترسره کوم یې؛ خو چې دروند کار نه وي او له وسه مې پوره وي.»
د ښار کسبګر له درېیو میاشتو راهیسې د چاریکار ښار په واټونو کې د نسرین د ژوندانه په اړه ډول ډول کیسې لري. د چاریکار ښار دوه هټیوال منیر او حسیب الله د نسرین د ژوند په اړه وايي: «له درېيو میاشتو راهیسې دا مېرمن د هټیو تر څنګ شپې ورځې تېروي. په دې موده کې موږ هڅه کړې چې د هغې د اصلي ځای په اړه معلومات پیدا کړو او مرسته ورسره مرسته وکړو، خو بریالي نه شو. دا مېرمن موږ ته وايي، چې همدلته چې اوسېږم سم ځای دی.»
له بلې خوا، په پروان کې د طالبانو سیمه ییز مسوولان په دغه ولایت کې د بېوزله او بې سرپناه کسانو د موندلو لپاره د چمتووالي خبره کوي. د پروان لپاره د طالبانو مرستیال والي محمدادریس انوري وایي: «موږ هڅه کوو هغه کسان چې بې کوره ژوند کوي، ځای ورته برابر کړو یا اصلي استوګنځای ته ولېږدول شي او خپلوانو ته یې وسپارو.»
د ویلو ده، چې د طالبانو د بیاځلې واکمنۍ له پیلېدو وروسته، په افغانستان کې د بېوزلۍ او کډوالۍ کچه په بې مخینې توګه زیاته شوې ده. په وروستي مورد کې نړیوالو بنسټونو اټکل کړی، چې په افغانستان کې څه باندې نولس میلیونه کسان له سختې لوږې سره مخ دي او د دوی د ژغورلو لپاره لا زیاتو نړیوالو مرستو ته اړتیا شته. د دې تر څنګ، د مخکیني حکومت له سقوط وروسته زرګونه افغانان ګاونډیو هېوادونو ته کډه شوي دي.
د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، ډېری هېوادونو خپلې مالي مرستې درولې دي؛ خو د ملګرو ملتونو سازمان اژانسونه او د خوړو نړیوال سازمان له خلکو سره مرستې ته دوام ورکوي. که څه هم هېوادونو په دې شرط له افغانستان سره مرسته کوي، چې دا مرستې د نړیوالو مرستندویه بنسټونو له خوا ووېشل شي او د طالبانو لاس ته ورنه شي؛ خو خلک شکایت لري چې طالبان د دغو مرستو په وېشلو کې لاس لري.