د پروان د مرکز چاریکار یو شمېر اوسېدونکي وايي چې طالبانو ورته یوه اوونۍ وخت ټاکلی، څو د ښار د صفايۍ ۲۰ کلن لګښت پرې کړي. طالبانو د چاریکار ښار اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی، څو په یوه اوونۍ کې دا پیسې تحویل کړي، که نه نو کورونه به یې «مهرولاک» شي. د سیمې د اوسېدونکو په خبره، طالبان د کورونو د بیې له مخې «د ښار د صفایۍ لګښت» ټاکلی دی. د چاریکار ښار اوسېدونکي وايي چې په هېواد کې ناوړه اقتصادي حالت ته په کتو، د دې پیسو ورکړه یې له وسه پورته ده. هغوی طالبان په «زورواکۍ» تورنوي او ټينګار کوي چې د صفایۍ د لګښت پیسې یې څو برابره زیاتې کړې دي. له بلې خوا ځيني حقوقپوهان بیا وايي چې د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته، د افغانستان قانوني نظام په «ټپه» درېدلی او د چارو ترسراوی حقوقي مشروعیت نه لري. د هغوی په باور، د طالبانو کړنې چې د رسمي اساسي قانون د نه شتون له امله ترسره کیږي، د دې پر ځای چې حقوقي – قانوني بڼه ولري، تر ډېره «استبدادي او عقدهیي» دي.
په چاریکار کې د طالبانو ښاروالۍ د جایدادونو له خاوندانو غوښتي چې ژر تر ژره د ۲۰ کالو د صفایۍ پیسې تحویل کړي. د دغه ښار اوسېدونکي بیا وايي چې له ګڼو اقتصادي ستونزو او بیکارۍ سره مخامخ دي او د دې پیسو د ورکړې وس نه لري.
په چاریکار کې د طالبانو د ښاروالۍ د طرحې له مخې، د شپږو ناحیو اوسېدونکي د خپلو جایدادنو د بیې له مخې، د ښار د صفایۍ لګښت په ورکړې اړ شوي دي.
فواد احمد د چاریکار ښار د شپږمې ناحیې اوسېدونکی دی. نوموړي له ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې وویل: «طالبانو د جایدادونو د بیې له مخې د ښار د صفایۍ پیسې ټاکلې دي. په ټوله کې، له هرو سل زرو افغانیو څخه، د کال ۳۰۰ افغانۍ او د هټيو او سوداګریزو ځایونو له هرو سل زره افغانیو بیا د کال ۷۵۰ افغانۍ اخلي.»
د جمهوریت پر مهال، ښاروالۍ له دوی څخه یو زر او ۳۰۰ افغانۍ د ښار د صفایۍ پیسې اخیستلې؛ خو اوسمهال دا پیسې څو برابره زیاتې شوې دي.
په چاریکار کې د طالبانو ښاروالۍ د دغه ښار د شپږو ناحیو اوسېدونکو ته یوه اوونۍ وخت ورکړی؛ څو له ۱۳۸۲ کاله تر روان کال پورې د ښار د صفایۍ لګښت ورکړي. د چاریکار اوسېدونکو ته خبرداری ورکړل شوی، که په یوه اوونۍ کې دا پیسې تحویل نه کړي، د اوسېدو کورونه او نور جایدادونه به یې «مهرولاک» شي.
د چاریکار ښار یو اوسېدونکی نثاراحمد پرواني طالبان په «زورزیاتي» تورنوي او وايي چې د ښار د صفایۍ پیسې څو برابره زیاتې شوې دي. نوموړی وايي: «موږ د سهار او بیګا ډوډۍ ته حیران یو، هغوی په زور پر موږ فشار راوړی، څو د ښار د صفایۍ کتابچې پیسې ورکړو. دا د طالبانو زورزیاتی او ظلم دی چې غواړي پر موږ یې پلی کړي.»
پرواني زیاته کړه: «د ښار د صفایۍ پیسې قانوني دي چې د قانوني حکومت په لرلو یې باید ورکړو، خو نه شو کولای داسې حکومت ته یې ورکړو چې نه په کور دننه رسمیت لري او نه بهر.»
د چاریکار ښار یو بل اوسېدونکی تمیم احمد وايي چې طالبانو ترې د کورونو او دوکانونو د صفایۍ له کبله د ډېرو پیسو غوښتنه کړې؛ خو دوی تر اوسه هېڅ ډول ښاري خدمات وړاندې کړي نه دي.
نوموړی ټينګار کوي: «موږ څنګه د ۲۰ کالو د ښار د صفایۍ پیسې ورکړو چې له تېرو حکومتونو نیولې بیا تر اوسه مو پام وړ ښاري خدمات نه دي لیدلي. پخوا خو ښاروالۍ د زورواکو سیمې پاکولې؛ خو اوس څوک سم خدمت هم نه کوي. یوازې د ښار څنډې کله کله پاکوي او په نورو سیمو کې خو ښاروالۍ بلده هم نه ده چې د چاریکار اړوند ده که نه؟»
د هغوی په خبره، د ښاروالۍ د مسوولانو د نه پاملرنې له کبله په ښار کې د کثافاتو کچه لوړه شوې او خلک یې د بېلابېل ډول ناروغیو له ګواښ سره مخ کړي دي.
ورته مهال د چاریکار یو شمېر اوسېدونکي له طالبانو غواړي چې د ښار د صفایۍ پیسې کمې کړي او پیسې دې یې په «قسطي» ډول ټولې کړي.
له بلې خوا ځيني حقوقپوهان بیا وايي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د افغانستان قانوني نظام په «ټپه» درېدلی او هېڅ ډول کړنه حقوقي مشروعیت نه لري.
د البیروني پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پخوانی علمي کدر آرش شهیرپور وايي چې د طالبانو کړنې د اساسي قانون د نه شتون له کبله ترسره کېږي، سره له دې چې حقوقي – او قانوي بڼه نه لري، تر ډېره «استبدادي او عقديي» دي.
شهیرپور زیاتوي: «د نړۍ په ټولو هېوادونو کې له حقوقي اړخه، هغه هېوادونه چې د حقوقي پوهې او عقل مدعیان دي، تېر په هېر وي او حقوق اجازه نه ورکوي، څو پادشاه، ولسمشر، لومړی وزیر، نظامي قوماندان، وزیر . . . خپله ننۍ پرېکړه د تېر په اړه واجبالاجرا علان کړي. له همدې کبله باطل، پر باطل، باطله ده.»
نوموړی ټينګار کوي: «تر هغو پورې چې په هېواد کې اساسي قانون نه وي، د اوسنیو قانونونو له مخې اجراات چې په [اساسي قانون] کې یې رېښه له لاسه ورکړې، مشروعیت نه لري.»
پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته د خلکو پر عایداتو درانه مالیات لګول شوې دي. له دې وړاندې هم خلکو د هېواد په ځينو نورو ولایتونو کې د درنو مالیاتو له لګېدو شکایت کړی دی.