فکر وکړئ او شتمن شئ کتاب امريکايي ليکوال ناپولين هېل د ۲۳ کلونو څېړنې په پايله کې ليکلی چې په ۱۹۳۷ کال د لومړي ځل لپاره چاپ شو.
کتاب په نړيواله کچه په سلګونو ژبو ژباړل شوی او پښتو ژباړه يې ښاغلي زمريالي اباسين کړې چې يو ځل چاپ يې مکمل پلورل شوی او موده وړاندې د دويم ځل لپاره چاپ شوی دی. کتاب اکسوس کتاب پلورنځي چاپ کړی، چې په وينا يې د ګڼو کسانو پام يې ځان ته راګرځولی او پلورل شوی دی.
د ياد کتاب ليکوال زمريالي اباسين له ۸صبح پښتو مجلې سره په مرکې د کتاب په اړه داسې وويل: «د کتاب نوم که څه هم له نوم يوازې شتمن کېدو پورې محدودښکاري، خو منځپانګه يې د کاري ژوند د ښه والي، په ټولنه کې د ښه پرمختګ او شتمن کېدو له هغو رواني رازونو پرده کوي چې د انساني فکر او ذهن په ځواک پورې تړلي دي.»





