۸صبح، کابل: په هند کې د کرونا درېيمه څپه لا هم په خپل جوش او زور کې ده. د راپورونو له مخې د هند پلازمېنې ډهلي کې د کرونا له امله د مړو جسدونو د سوځولو لپاره ځای نشته.
تېره پنجشنبه په دغه هېواد کې له ۳۸۶ زرو څخه پورته د کرونا مثبتې پېښې ثبت شوې او دا تر دې دمه ترټولو لوړه شمېره ده چې ثبت کېږي.
د معلوماتو له مخې يوازې په ډهلي کې تېره ورځ ۳۹۰ کسانو د کرونا له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ چې دا تر دې دمه په دغه ښار کې ترټولو لوړه شمېره ده چې په يوه ورځ کې ثبت کېږي.
د هند پولیس وايي چې د کافي ځای د نشتوالي له امله وګړي مجبور دي چې د جسدونو د سوځولو لپاره له داسې ځايونو کار واخلي چې د روغتيا له اړخه مناسب نه دي.
هند کې د کرونا مثبتو پېښو په زياتېدو سره ګن شمېر هېوادونو دغه هېواد ته خپلې الوتنې وځنډولې او همداراز ځينو هېوادونو له هنديانو سره د خواخوږۍ په موخه خپلې مرستې دې هېواد ته استولي دي.
په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم څو ورځې وړاندې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره له افغان مسافرينو وغوښتل چې ياد هېواد ته په خپلو سفرونو کې له پوره احتیاطه کار واخلي او د جدي اړتيا پرته دې ياد هېواد ته له سفر کولو څخه ډډه وکړي.