۸صبح، کابل: د پولنډ پولیسو خبر ورکړی چې د دغه هېواد په پلازمېنې وارسا کې درې افغانې خویندې لادرکه شوې او د موندلو لپاره یې هڅې دوام لري.
د پولنډ پولیسو پنجشنبه د زمري پر ۱۵مه د دغو خویندو د نومونو ترڅنګ د هغوی انځورونه هم خپاره کړي او له خلکو یې غوښتي چې په موندلو یا یې د ځای ځایګي اړوند معلوماتو کې مرسته وکړي.
د پولیسو په خبره، دا درې خویندې ۱۸ کلنه سنا، ۱۶ کلنه لیما او ۱۴ کلنه مروه نومېږي.
پولیسو ویلي چې دا خویندې د اګست له لومړۍ د ماښام له شاوخوا شپږو بجو وروسته خپل استوګنځي ته نه دې ستنې شوې او تر اوسه یې د کورنۍ له غړو سره هم اړیکه نه ده نیولې.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دا خویندې افغانانې دي او د وارسا پولیسو له هغو خلکو چې د دغو خویندو د ځای ځایګي په اړه معلومات لري، غوښتي چې د پولیسو له اړوندې څانګې سره اړیکه ونیسي.





