٨صبح،غزني: غزني ولایت کې د یوې ترافیکې پيښې له امله درې ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
دغه پېښه پنجشنبې د کب په ٢٥مه نېټه، د ګیلان ولسوالۍ اړوند پل مطیع سیمه کې رامنځته شوې ده.
د وژل شويو ماشومانو عمرونه له ٨ تر ١٢ کلونو وو، او درې واړه نجونې وې.
یاده ترافیکي پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې یو فولډر ډوله موټر دغه درې ماشومان چې دوه یې له یوې کورنۍ نه دي، لاندې کړل.
د سیمه ییزو سرچینو د مالوماتو پر بنسټ، ډرېور د پیښې له ځای نه په تېښه بریالی شوی او طالبان د نوموړي په نیول کېدو ندي بریالي شوي.
په وروستیو کې په هېواد کې ترافیکي پېښې زیاتې شوي چې له امله یې لسګونه خلک ټپیان او وژل شوي دي. تازه مورد تخار کې د یوه کان د کارګرانو د لېږد د موټر د چپه کېدو له امله لږ تر لږه ٢٢ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.