• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

نن ورځ کاراکاس د کابل په څېر دی

سميه وابو انصاري سميه وابو انصاري
۱۸ مرغومی/جدی ۱۴۰۴ - ۸ جنوري ۲۰۲۶ [t_time:1767880316]
excusive

excusive

ما په خپلو سترګو لیدلي چې پټ (استخباراتي) اقدامات پر یوې ټولنې څه اغېز کوي. کله چې نن په لوېدیځ کې د وینزویلا په اړه خبرې کېږي، هماغه لارې چارې وینم چې افغانستان یې تباه کړ.

زه د افغانستان یم. زما پلار د افغانستان د پوځ جنرال و. ما خپله هم په دې هېواد کې ژوند او کار کړی او له نږدې مې هغه څه تجربه کړي چې په لوېدیځو پلازمېنو کې یې تر ډېره «جیوپولیټیک» بولي، خو زموږ لپاره تل د ورځني ژوند ژوندی واقعیت و. کله چې نن د وینزویلا په اړه لوېدیځې شننې لولم، یو اشنا الګو پکې په ګوته کوم. اصلي خبره تر هر څه مخکې ایډیالوژي نه ده، بلکې طریقه ده.

د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (سي

ای اې) رول

د ناروې په عامه فضا کې، د افغانستان تاریخ عموماً په ۱۹۷۹ کال د پخواني شوروي اتحاد له یرغل سره پیلېږي، خو زموږ لپاره دا کیسه تر دې ډېر پخوا پیل شوې ده. تر دې مخکې چې شوروي ځواکونه له پولو واوړي، افغانستان لا د بهرني بې ثباته کوونکي فشار، سیاسي کمزورتیا او د هغو وسله والو ډلو له ملاتړ سره مخ و چې د دولت پر ضد یې فعالیت کاوه. دا واقعيت د هغو کسانو لپاره چې په افغانستان کې یې ژوند کاوه، څرګند و؛ خو لوېدیځو ټولنو ته، چې وروسته یې جګړه د شوروي د نفوذ پر وړاندې د غبرګون په توګه تشریح کړه، دا موضوع ډېره لږه تر سترګو کېده.
سي ای اې په دې بهیر کې بنسټیز رول ولوباوه. د مالي مرستو، د وسلو د لېږد او د مجاهدینو د تنظیم له لارې، افغانستان د واک د يوې سترې شخړې په ستراتیژیکه وسیله بدل شو. موخه د شوروي اتحاد کمزوری کول و، او د افغانستان لپاره یې پایلو په دویمه درجه کې اهمیت درلود.

زما پلار د مسکو لپاره جګړه نه کوله؛ هغه د افغانستان د هغه دولت لپاره جنګېده چې هڅه یې کوله د قدرت د دوو بلاکونو ترمنځ خپل پايښت وساتي. ډېرو افسرانو ځانونه ملي لوبغاړي بلل، نه د کوم بهرني قدرت ایډیالوژیک استازي. دا تجربه ډېر لږ د لوېدیځو روایتونو برخه ګرځېدلې، هلته چې دا شخړه تر ډېره د ازادۍ او کمونیزم ترمنځ د یوې جګړې کچې ته را کمېږي.

غیرمستقیمه جګړه، له حساب ورکولو پرته

سره له دې، ټاکونکې موضوع تېر وخت نه دی، بلکې هغه طریقه ده چې هغه مهال بنسټیزه شوه. سيای اې یوازې یوه استخباراتي اداره نه ده، بلکې د غیرمستقیمې جګړې یوه وسیله ده. دا ډول عملیات د ډیپلوماسۍ او پوځي ځواک ترمنځ پر پوله ترسره کېږي، او همدا وجه ده چې حسابورکول یې ډېر ستونزمن وي. دا کړنې له سیاسي پلوه د انکار وړ وي، خو په عملي توګه ټولنې په ژوره او دوامداره توګه بدلوي.

کله چې نن وینزویلا ته ګورم، همدا طریقه وینم. اقتصادي فشار، د مخالفو جوړښتونو ملاتړ، استخباراتي جګړه او پټې عملیات هغه اشنا الګو جوړوي. په رسمي توګه، دا اقدامات د ډموکراسۍ او بشري حقونو په نوم توجیه کېږي، خو په عمل کې موخه له مستقیمې مقابلې پرته د رژیم بدلون دی.

په لوېدیځو شننو کې، دا ډول پټ اقدامات ډېری وخت دقیقې او لږ تاوتریخجنې بلل کېږي، خو واقعي تجربه بل څه ښيي. پټ عملیات بنسټونه کمزوري کوي، کورني تضادونه ژوروي او داسې ټولنه پرېږدي چې د حسابورکوونکو لوبغاړو نشتوالی پکې وي. تر هغې وروسته له چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د لوېدیځ بلاک او شوروي ترمنځ جګړه پای ته ورسېده، د ټوپکوالو یوه ټولګه، افراطپالنه او داسې حکومت پاتې شو چې رسمي مشروعیت یې نه درلود. دا بهیر تصادفي نه و، بلکې د شعوري پرېکړو پایله وه.

د هغو کسانو تجربې چې زیانمنېږي، څه کېږي؟
ناروې خوښوي ځان د نړیوالو حقونو او څو اړخیزو حللارو مدافع وبولي. خو په عین حال کې، موږ د یوې امنیتي ټولنې برخه هم یو چې پکې دا ډول عملیات ډېر وخت له عامه بحث پرته ترسره کېږي. د ناروې رسنۍ اکثره سياېیاې ته له تاریخي یا تخنیکي زاویې ګوري، خو ډېر کم د هغو کسانو کیسې انعکاسوي چې د دغو پالیسیو له پایلو سره یې ژوند کړی.

زه دا لیکنه د امریکا پر ضد د ایډیالوژیک نقد په توګه نه کوم، بلکې د یوې تجربوي مشاهدې په توګه یې لیکم. پټه جګړه باثباته ټولنې نه جوړوي؛ بلکې دوامداره بېثباتي، د باور له منځه تلل او داسې شخړې رامنځته کوي چې تر هغه وروسته هم دوام کوي، چې سټراټېژۍ جوړوونکي خپلې موخې ترلاسه شوې اعلان کړي.
افغانستان موږ ته وښودله چې له حسابورکولو پرته جګړه څه پایلې لري. وینزویلا دا فرصت زموږ مخې ته ږدي چې دا پوښتنه دا ځل تر وخت مخکې راپورته کړو.

زموږ لپاره، چې له هغو هېوادونو راځو چې دا جګړې پکې شوې دي، ځواب له وړاندې روښانه دی.

سرچينه: aftenposten

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

بهرني خبرونه

ګوتېرېش په یمن کې د نښتو د سختېدو په غبرګون کې د زغم غوښتنه وکړه

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792690016]
یونیسف په نورستان کې نږدې لس زره کسانو ته د پاکو اوبو د برابرولو خبر ورکړ
خبرونه

یونیسف: په افغانستان کې میلیونونه ماشومان له اقلیمي ګواښونو سره مخ دي

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792686995]
نړیوالې جزایي محکمې «د ساخاروف د فکر او ازادۍ» جایزه وګټله
بهرني خبرونه

نړیوالې جزایي محکمې «د ساخاروف د فکر او ازادۍ» جایزه وګټله

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792684716]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.