د ماشومانو د داخله ناروغیو یو شمېر متخصص ډاکټران انديښنه څرګندوي چې په افغانستان، په ځانګړې توګه د هېواد په په لېرې پرتو سیمو کې کورنۍ د دې پرځای چې پر سینهبغل اخته ماشومان ډاکټر ته بوځي، د هغوی د درملنې لپاره له دودیزو لارو چارو کار اخلي. دوی وايي، روغتیايي مرکزونو ته د ماشومانو په لېږد کې ځنډ او د طبي درملنې پر ځای د دودیزو لارو کارول کولای شي پردې ناروغۍ د اخته ماشومانو وضعیت خراب کړي او د جدي عوارضو او مړینې خطر یې زیات کړي. د دغو ډاکټرانو په وینا، ځینې کورنۍ د بېوزلۍ، د معیاري روغتیايي مرکزونو د نشتوالي او ډاکټر ته د لاسرسي د ستونزو له امله د ماشومانو د سینهبغل د درملنې لپاره د بوټو له جوشاندې د ګټې اخیستنې او پر سینه یې غوړویو او ویکسو د موښلو په څېر لارو چارو ته مخه کوي. دوی زیاتوي چې دغه لارې چارې د سږو عفونت نه رغوي او د طبي درملنې پر ځای د هغو کارول د ماشومانو روغتیا له خطر سره مخ کولای شي.
دغه ډاکټران خبرداری ورکوي چې که څه هم سړه هوا په یوازې سر د سینهبغل د رامنځته کېدو لامل نه ده، خو د ژمي په موسم کې د ژوند نامناسب شرایط، لکه د ککړو سونتوکو کارول او په کورونو کې د هوا د مناسب جریان نشتوالی، کولای شي په تنفسي ناروغیو د اخته کېدو خطر زیات او د ناروغو ماشومانو وضعیت لا خراب کړي. دوی ټینګار کوي چې د سینهبغل د نښو، د خپل سرې درملنې د پایلو او روغتیايي مرکزونو ته پر وخت د مراجعې د ارزښت په اړه د کورنیو د پوهاوي زیاتول کولای شي په ماشومانو کې د دې ناروغۍ د جدي عوارضو او مړینې په مخنیوي کې اغېزناک تمام شي.
د ماشومانو د داخله ناروغیو متخصص ډاکټرعتیقالله محب وايي، سینهبغل د تنفسي سیسټم له ناروغیو دی چې ډېری وخت تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان پرې اخته کېږي او په مني او ژمي کې یې پېښې زیاتېږي. هغه خبرداری ورکوي چې د دې ناروغۍ د درملنې لپاره د دودیزو لارو چارو کارول، په ځانګړې توګه په لېرې پرتو سیمو کې کولای شي پر وخت ډاکټر ته د ماشومانو د لېږد مخه ونیسي او د جدي عوارضو او مړینې خطر یې زیات کړي. محب ټینګار کوي چې کورنۍ باید د سینهبغل خطرناکې نښې، لکه تېزه سا اخیستنه، د سینې دننه ننوتل، د شونډو شنه کېدل، سخته بېحالي او په سا اخیستو کې وقفه جدي وګڼي او د دغو نښو په لیدلو سره ماشوم ژر تر ژره ډاکټر یا روغتیايي مرکز ته ولېږدوي. د هغه په وینا، مناسبه تغذیه، په ځانګړې توګه د مور شیدې، واکسین کول او له لوګي او د هوا له ککړتیا د ماشومان لېرې ساتل هم د دې ناروغۍ په مخنیوي کې مهم رول لري.
دغه ډاکټر وايي: «سینهبغل د تنفسي سیسټم له ناروغیو دی چې ډېری وخت تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان پرې اخته کېږي او په مني او ژمي کې یې پېښې زیاتېږي. د دې ناروغۍ د درملنې لپاره د دودیزو لارو چارو کارول، په ځانګړې توګه په لېرې پرتو سیمو کې، کولای شي ډاکټر ته د ماشوم د لېږد او د درملنې د پیل بهیر وځنډوي او په سختو مواردو کې د مړینې خطر یې زیات کړي. کورنۍ باید خطرناکې نښې، لکه تېزه ساه اخیستنه، د سینې دننه ننوتل، د شونډو شنه کېدل، سخته بېحالي او د ساه په اخیستلو کې وقفه جدي وګڼي او د دغو نښو په لیدلو سره ماشوم ژر تر ژره ډاکټر یا روغتیايي مرکز ته ولېږدوي. مناسبه تغذیه، د مور شیدې، واکسین کول او له لوګي او د هوا له ککړتیا د ماشومانو لېرې ساتل هم د دې ناروغۍ په مخنیوي کې اغېزناک دي.»
د ماشومانو د داخله ناروغیو یو بل متخصص ډاکټر محمدزبیر هاشمي وايي، د دودیزو لارو کارول، لکه پر سینه د غوړیو، تریاکو او ځینو نورو درملو موښل او د بوټو له ترکیبونو ګټه اخیستل، د سږو عفونت نه شي رغولای. د هغه په وینا، دغه لارې چارې ښايي په ماشومانو کې د سوځېدو، حساسیت او مسمومیت لامل شي. هغه خبرداری ورکوي چې د طبي درملنې پر ځای د کورنیو لارو چارو کارول او ډاکټر ته په مراجعه کې ځنډ کولای شي د ماشوم وضعیت خراب کړي.
هاشمي وايي: «سینهبغل یوه جدي عفوني ناروغي ده او درملنه یې باید د ډاکټر د تشخیص له مخې وشي. په هغو مواردو کې چې د ناروغۍ لامل باکتریايي وي، ماشوم مناسب انټيبیوټیک ته اړتیا لري او د غوړیو کارول، بخار ورکول او د بوټو ترکیبونه د طبي درملنې بدیل کېدای نه شي. والدین باید د تېزې ساه اخیستنې، ساه اخیستلو د ستونزې او بېحالۍ په څېر نښو په لیدلو سره خپل ماشوم ژر تر ژره روغتیايي مرکز ته ولېږدوي.»
دغه ډاکټر په خپل سر د انټيبیوټیکونو د کارولو، د پخوانیو ناروغیو د پاتې درملو د استعمال او له ډاکټر سره له سلا پرته د درملنې د مودې له بشپړولو مخکې د درملو د بندولو په تړاو خبرداری ورکوي. هغه وايي، هر ټوخی د سینهبغل نښه نه ده او د ناروغۍ د لامل تشخیص او د درملنې د لارې ټاکل باید د ډاکټر له خوا وشي. د هاشمي په وینا، روغتیايي مرکزونو ته پر وخت مراجعه او د مناسبې درملنې پیل کولای شي د انتان د پراختیا، د تنفسي سختو ستونزو او په روغتون کې د اوږدې مودې لپاره د ماشومانو د بستر کېدو مخه ونیسي.
دغه ډاکټر ټینګار کوي: «والدین باید د نښو د لنډمهاله ښه کېدو له امله د ماشوم درملنه بنده نه کړي او په خپل سر ورته درمل ورنه کړي. تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو کې سینهبغل په چټکۍ پر جدي ناروغۍ بدلېدای شي؛ له همدې امله د دې ناروغۍ د خطرناکو عوارضو د مخنیوي لپاره وختي تشخیص او مناسبه درملنه ډېر ارزښت لري.»
په همدې حال کې، یو شمېر کورنۍ وايي چې د سړې هوا په رارسېدو او په ماشومانو کې د تنفسي ناروغیو په زیاتېدو سره، د اقتصادي ستونزو او د درملنې د لګښتونو په ورکولو کې د ناتوانۍ له امله له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
د بغلان ولایت یو اوسېدونکی عليجان وايي چې د ده د استوګنې په کلي کې کلینیک نشته او روغتون هم ترې ډېر لېرې دی. هغه زیاتوي چې د تګ راتګ د لګښتونو، د ډاکټر د فیس او د درملو د پېرلو لپاره د پیسو د نه لرلو له امله یې کله چې ماشومان پر سینهبغل اخته شي، اړ کېږي چې د خپل کلي دودیز طبیب ته یې بوځي.
عليجان وايي: «زموږ په کلي کې کلینیک نشته او روغتون هم ډېر لېرې دی. د لارې د کرایې، د ډاکټر د فیس او د درملو د پېرلو توان نه لرو؛ له همدې امله، کله چې مې ماشومان پر سینهبغل اخته شي، اړ کېږم چې د کوڅې سر ته یې یوناني طبیب ته بوځم. هغه ورته د بوټو جوشانده ورکوي او څو ځله یې بدن په ویکس غوړوي او مالش ورکوي، څو ښه شي.»
خو د پنجشېر ولایت یوه اوسېدونکې ستوده وايي چې د ناروغۍ د لومړنیو نښو، لکه تبې او ټوخي په لیدلو سره خپل ماشومان ډاکټر ته بیایي او ورته د ډاکټر له خوا لیکل شوي درمل برابروي.
ستوده وايي: «کله چې مې ماشومان تبه لري یا ټوخېږي، ډاکټر ته یې بیایم، څو یې معاینه کړي او اړین درمل ورکړي. که تبه یې زیاته شي، په لمدې ټوټې یې تندی سړوم. که د ماشوم وضعیت خراب وي، د روغتون په امبولانس کې یې د عنابې د درملنې مرکز ته لېږدوو او که امبولانس نه وي، له شخصي موټره ګټه اخلو.»
د تخار ولایت یو اوسېدونکی ستار وايي چې په کلیو کې د معیاري روغتیایي مرکزونو او متخصصو ډاکټرانو نشتوالي کورنۍ دودیزې درملنې او د خپلسرو د درملو کارولو ته اړې کړې دي؛ داسې یوه لاره چې د ماشومانو روغتیا له جدي خطر سره مخ کولای شي.
هغه زیاتوي چې بېوزلي او د تګ راتګ، معاینې او درملو د لګښتونو په ورکړه کې بې وسۍ روغتیايي خدمتونو ته د کورنیو لاسرسی محدود کړی او ډېرې کورنۍ یې اړې کړې دي چې یوناني او عطاري درمل وکاروي.
ستار وايي: «له بده مرغه، د دودیزې درملنې او غیرمعیاري لارو چارو کارول، په ځانګړې توګه د افغانستان په کلیو او لېرې پرتو سیمو کې پر یوه دود بدل شوي دي. په ډېرو دغو سیمو کې یا معیاري روغتیايي مرکز نشته او یا هم شته مرکزونه له ډاکټر او اړینو اسانتیاوو بېبرخې دي. له بلې خوا، هغه کورنۍ چې له بېوزلۍ سره مخ دي، ښار ته د ماشوم د لېږد، معاینې او درملو د پېرلو لګښتونه نه شي ورکولای او اړې کېږي چې د خپلو ماشومانو د درملنې لپاره یوناني او عطاري درملو ته مخه کړي؛ په داسې حال کې چې د دغو لارو چارو د اغېزناکتوب او پایلو په اړه معلومات نه لري. دا وضعیت اندېښمنوونکی دی او پر سینهبغل د اخته ماشومانو ژوند له خطر سره مخ کولای شي.»
سینهبغل د تنفسي سیسټم له جدي ناروغیو دی چې تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان، په ځانګړې توګه نوي زېږېدلي ماشومان او هغه ماشومان چې له خوارځواکۍ سره مخ دي، تر نورو ډېر زیانمنوي. د بدن د دفاعي سیسټم کمزورتیا، د کور دننه د هوا ککړتیا، ګڼهګوڼه او روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسی هم کولای شي پر دې ناروغۍ د اخته کېدو او د هغې د پایلو خطر زیات کړي.
د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو اتو میاشتو کې په افغانستان کې د سینهبغل څه باندې ۸۴۵ زره پېښې ثبت شوې دي. دغه سازمان وايي، سینهبغل هر کال په ټوله نړۍ کې د څه باندې ۷۰۰ زره ماشومانو ژوند اخلي او تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو د مړینې د ۱۴ سلنه پېښو لامل کېږي. دغه راز، د دغه سازمان د شمېرو له مخې، په ۲۰۱۹ کال کې په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۷۴۰ زره تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان د دې ناروغۍ له امله مړه شوي وو.






