د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونیسکو) د خپل تاسیس د ۸۰مې کلیزې په مناسبت، د سولې په ټینګښت کې د زده کړې، ساینس او کلتور پر ارزښت ټینګار کړی دی.
دغه سازمان يکشنبه د نومبر پر ۱۶مه، اعلان کړی چې له تاسیس راهيسی یې د پوهې، خبرو اترو او د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ له لارې د سولې د پراختیا لپاره هڅې کړې دي.
یونیسکو ټینګار کړی چې د اتو لسیزو له تېرېدو سره سره، د دغه سازمان ماموریت لا هم خپل ارزښت لري.
دغه سازمان زیاته کړې چې په دې موده کې یې د کلتوري او طبیعي میراثونو ساتنه کړې، د بیان له ازادۍ او باکیفیته زده کړو یې ملاتړ کړی او ساینس یې د بشریت په خدمت کې کارولی دی.
یونیسکو د ۱۹۴۵ کال د نومبر پر ۱۶مه جوړ شو او اساسنامه یې د ۱۹۴۶ کال د نومبر پر څلورمه نافذه شوه.
دغه سازمان اوس ۱۹۴ غړي هېوادونه لري او ماموریت یې د روزنې، ساینس، کلتور او اطلاعاتو په برخو کې د نړیوالې همکارۍ پیاوړتیا ده، څو د سولې او امنیت په ټینګښت کې مرسته وکړي.






