په کندهار کې ځينې دوکانداران وايي، د طالبانو ښاروالۍ د دغه ښار په څلورمه ناحیه کې د «منډيي» او «کباړي» په نوم دوه لوی سوداګریز مرکزونه نړوي. د هغوی په وینا، په دغو دوو مرکزونو کې شاوخوا دوه زره دوکانونه دي.
دا دوکانداران وايي، طالبانو ورته خبر ورکړی چې خپل دوکانونه ژر تر ژره خالی کړي. دغه دوه سوداګریز مرکزونه چې د «میرویس» او «روښان» په نومونو هم یادېږي، د ارګ بازار په سیمه کې د ښاروالۍ ودانۍ او د والي دفتر ته څېرمه موقعیت لري.
په کندهار ښار کې یو شمېر دوکانداران وايي، طالبانو د دغه ولایت د دوو مشهورو سوداګریزو مرکزونو د نړولو له پرېکړې خبر کړي دي. د دوی په خبره، طالبانو ترې غوښتي چې خپل دوکانونه خالی کړي، خو تر اوسه یې هغوی ته د تاوان د ورکړې په اړه څه نه دي ویلي. دا دوکانداران ټینګار کوي چې د دغو دوو سوداګریزو مرکزونو نړول به سلګونه کسان بېکاره کړي او د خلکو اقتصاد ته به لا ډېر تاوان واړوي.
دا دوکانداران وایی، چې په دغو دوو سوداګریزو مرکزونو کې شاوخوا ۴۰۰ میلیونه افغانۍ پانګونه شوې ده. د هغوی په خبره، د دغو مرکزونو نړول به یې اقتصاد ته دروند ګوزار ورکړي او لسګونه کسان به د خپلو عایداتي سرچینو د له لاسه ورکولو له ګواښ سره مخ کړي.
دوکانداران له طالبانو غواړي چې د دوی د دوکانونو د نړولو په بدل کې ورته مناسب بدیل ځایونه برابر کړي، څو وکړای شي خپلو سوداګریزو فعالیتونو ته دوام ورکړي او په دې توګه د خپلو کورنیو د ژوند لګښتونه برابر کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په کندهار کې د طالبانو ښاروالۍ هم د دغو دوو سوداګریزو مرکزونو د نړولو طرحه تایید کړې ده. نوموړي بنسټ ویلي چې د دغو مرکزونو پر ځای به په نوې او عصري بڼه دوه لوی سوداګریز کمپلکسونه جوړ کړي.
د طالبانو ښاروالۍ تر اوسه د دوکاندارانو لپاره د بدیل ځای د چمتوکولو یا د دوکانونو د نړولو په بدل کې د تاوان د ورکړې په اړه څه نه دي ویلي.
د کندهار اوسېدونکي وايي، طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې ګڼ شمېر دوکانونه او استوګنیز کورونه نړولي، خو د خلکو د ملکیتونو د استملاک او تاوان د ورکړې په برخه کې ځواب ویونکې نه دي. هغوی د دغو ګامونو د پورته کولو د پایلو په اړه اندېښنه څرګندوي او له طالبانو غواړي چې د خلکو د ملکیتونو د نړولو په بدل کې عادلانه تاوان ورکړي او په خپلو دغو اقداماتو سره د خلکو د بېوزلۍ، بېکارۍ او لوږې لامل نه شي.
دا په داسې حال کې ده چې د څېړنیزې ادارې «افغان وېټنس» په یوه راپور کې چې د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې یې خپور شوی، ویلي چې د طالبانو ښاروالۍ د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵مې د ۲۰۲۴ کال د اګسټ تر ۱۵مې نېټې پورې د کابل ښار په ۲۲ ناحیو کې د ۱۵ ناحیو شاوخوا یو میلیون او ۵۶۹ زره متره مربع ځمکه خالي کړې ده. د دغه راپور پر بنسټ، د ویجاړو شویو ملکیتونو له ډلې څخه یې ۴۴ سلنه استوګنیز کورونه، ۳۴ سلنه نارسمي استوګنځایونه، ۱۵ سلنه سوداګریز ملکیتونه او ۶ سلنه کرنیزې ځمکې وې.
په دې راپور کې راغلي چې د ځمکو د خالې کېدو او پاکولو بهیر ګڼ شمېر کورنۍ او کاروباریان او د خپلو عایداتي سرچینو او د سرپناه د له لاسه ورکولو له ګواښ سره مخ کړي دي. همداراز، یو شمېر زیانمنې شوې کورنۍ نه دي توانېدلې چې بشپړ تاوان ترلاسه یا ځانونو ته بل دایمي استوګنځای چمتو کړي.





